په خېبر پښتونخوا کې قدرتي افتونو د نظم ادارې، پي ډي ایم ای، د لوي اختر رخصتیو پر مهال په صوبه کې د سختې ګرمۍ خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د ،مې له ۲۵مې تر ۳۱مې، پورې به د تودوخې شدت کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

 

د موسمیاتو ادارې د وړاندوینې له مخې، د مې له ۲۵مې راهیسي به د صوبې په لوړو سیمو کې د لوړ فشار سیسټم رامنځته شي چې د مې له ۲۶مې وروسته به نور هم پیاوړی شي، چې له امله یې په صوبه کې د منځنۍ تر شدیدې کچې ګرمۍ څپه متوقع ده.

 

د پي ډي اېم ای په وینا، په ډېره اسماعیل خان، ټانک، بنو، کرک او لکي مروت کې د حرارت درجه تر ۴۷ او ۵۰ درجې سانتي ګراد پورې رسېدلی شي، په داسې حال کې چې پېښور، مردان، صوابۍ، نوښار، چارسده، مومندو، باجوړ، خېبر، هنګو، شمالي وزیرستان او کوهاټ کې د ۴۲ تر ۴۵ درجې سانتي ګراد پورې د تودوخې امکان ښودل شوی دی.

 

ادارې خلکو ته سپارښتنه کړې چې د سهار له ۱۰ بجو څخه تر ماښام ۵ بجو پورې دې له غیر ضروري تګ راتګ او لمر ته له وتلو ډډه وکړي، زیاتې اوبه دې وڅښي او د هیټ سټروک څخه د ځان ساتنې لپاره دې احتیاطي تدابیر خپل کړي.

 

پي ډي اېم ای ویلي، چې ضلعي ادارو، روغتیايي مرکزونو، ریسکیو ۱۱۲۲ او فایر بریګېډ ته د ممکنه بېړنیو حالاتو پر وړاندې د چمتووالي لارښوونې هم شوې دي.