په پېښور کې د امريکا قونصل جنرل ټام اېکرټ، د عامه چارو افسر روب ټېټ او د سياسي او اقتصادي چارو مشر کپل ګپتا د ټولنيزې زده کړې او پرمختګ ادارې له باني او اجرائيه مشر ،مبشر اکرم، سره ليدلي دي.

 

د امريکا قونصلګرۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په دې ملاقات کې په خېبر پښتونخوا کې د امنيتي همکارۍ پر پياوړتيا، سياسي او ټولنيزو حالاتو، او د ټولنيز يووالي او سولې د ودې په لارو چارو خبرې شوې دي.

 

خبرپاڼه زياتوي چې دواړو خواوو په صوبه کې د امن، زغم او ټولنيزې همغږۍ د ټينګښت لپاره د ولسي او ټولنيزو ادارو د کردار پر اهميت هم خبرې اترې کړې دي.