د بلوچستان د کیچ ضلعې د سنګای سیمي نه امنیتي ځواکونو ۲۸ افغان وګړي نیولي دي چې د چارواکو په وینا په غیرقانوني توګه په سیمه کې اوسېدل.
پولیس وایي، دغه کسان د چاغي ضلعې له لارې بلوچستان ته داخل شوي وو او غوښتل یې د ایران له لارې اروپا ته ولاړ شي. د چارواکو په خبره، نیونې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ځانګړو عملیاتو پر مهال شوې دي.
د پولیسو په وینا، نیولی شوي کسان د پلټنو وروسته د نورو تحقیقاتو لپاره د وفاقي پلټنو ادارې (ایف آیي ای) ته سپارل شوي دي.
د پاکستان حکومت په وروستیو میاشتو کې د بې اسناده بهرنیانو پر ضد عملیات چټک کړي دي، چې پکې ګڼ افغان کډوال هم نیول او خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

نعيم اچکزئي