د کوز سویلي وزیرستان د ضلعي مرکز واڼا د څاروو د منډۍ سوداکران وایي، چې د روغتیايي او صفایۍ د مناسبو اسانتیاوو نشتوالي له امله د څاروو ترمنځ د خطرناکو ناروغیو د خپرېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

د سوداګرو په وینا، په منډۍ کې د حفاظتي ټیکو، د څاروو د درملنې اسانتیاوو او جراثیم ضد سپري د اغېزمن نظام نشتوالي له امله هره ورځ د څاروو د مړیني پېښې مخې ته راځي.

 

هغوي زیاتوي، چې دوي له لرې پرتو سیمو نه خپل څاروي د خرڅلاو لپاره واڼا منډۍ ته راوړي، خو د بنسټیزو اسانتیاوو د کمښت له امله له سختو ستونزو او مالي زیانونو سره مخ دي. هغوي وايي، په منډۍ کې د ناروغو څاروو موجودیت نه یوازې د سوداګرۍ بهیر اغېزمن کړی، بلکې نور روغ څاروي هم په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

 

ځايي اوسېدونکي شکایت کوي چې د تحصیل ښاروالۍ ادارې له خوا په منډۍ کې نه په منظم ډول جراثیم ضد سپری ترسره کېږي او نه هم د صفایۍ مناسب انتظام شته، چې له امله یې چټلي او بد بوي زیاته شوې ده. د سیمي خلکو خبرداری ورکړی چې که پر وخت اغېزمن اقدامات ونه شي، نو د ناروغیو د لا پراخېدو خطر شته او وضعیت ښايي نور هم خراب شي.

 

بلخوا ډاکټر حمید ،شال نیوز ته ویلي، چې د مالدارۍ څانګې د سیکرټر، د څاروو او شیدو د پرمختیا ادارې د عمومي مشر او د کوز سویلي وزیرستان د مرستیال کمشنر د لارښوونو پر بنسټ، د ضلعي مشر ډاکټر نور سلطان تر څارنې لاندې د لوي اختر په مناسبت د کانګو وایرس د مخنیوي لپاره د سیمي په بېلابېلو د څاروو منډیو او امنیتي پوستو کې د جراثیم ضد سپري لړۍ روانه ده.

 

 ولسي وګړو او سوداګرو له ضلعي او تحصیل چارواکو غوښتنه کړې ده، چې د غواګانو په منډۍ کې دې د صفایۍ، جراثیم ضد سپري، د څاروو د درملنې عملې د ګمارنې او حفاظتي ټیکو د برابرولو لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي، څو د قیمتي څاروو د مړیني مخه ونیولی شي او مالداران له نور مالي زیان څخه وژغورل شي۔