د ماموند سيمي پوليسو ويلي، چې ناڅرګنده وسلوالو د ډزو په يوه پېښه کې يو پوليس سرتېرى وژلی دی. د پوليسو ډي اېس پي نياز محمد له مخې، پېښه د مې په ۱۹مه د برخلوزو په سيمه کې رامنځته شوې، چې پکې پوليس سرتېرى امتیاز، د زرین زوې، د ناڅرګنده وسلوالو په ډزو وژل شوی دی.

 

چارواکي وايي، د پېښې وروسته امنيتي ځواکونو په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړي او د بريدګرو د نيولو لپاره هڅې روانې دي.

 

بلخوا، ځايي سرچيني وايي چې د روانې مياشتې پر مهال په باجوړ کې د هدفي وژنو په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه پنځه پوليس سرتېري وژلی شوي دي، چې له امله يې په سيمه کې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې بريد مسووليت نه دی منلی.