د بلوچستان نوموتی لیکوال، شاعر او د براهوي ژبې پروفېسر محمد حیات، چې په “غمخوار حیات” مشهور و، د وژل کېدو وروسته د هغه په یاد کې د نوشکي مېنګل سړک باندې د شمعو بلولو لاریون ترسره شوی دی.
د لاریون د سمبالوونکو په وینا، په دې لاریون کې ښځو، ماشومانو، زده کوونکو، لیکوالانو او د ژوند له بېلابېلو برخو سره تړاو لرونکو کسانو په ګڼ شمېر ګډون درلودل.
ګډونوالو وویل، غمخوار حیات د خپلو ادبي، علمي او فکري خدمتونو له لارې د بلوچستان ادب او ولسي شعور ته مهمه ونډه ورکړې وه، او د هغه فکر او مبارزه به د نوي نسل لپاره د لارې مشال پاتې شي.
ویناوالو زیاته کړه چې د قلم خاوندان د قام قیمتي شتمنۍ وي او د هغوي خدمتونه او قربانۍ به تل یاد ساتل کېږي. د لاریون په پای کې د غمخوار حیات د بخښنې او د درجو د لوړوالي لپاره دعا هم وشوه.
پروفیسر محمد حیات د نوشکي ‘ګورنمنټ بوائز ډګري کالج’ کې د براهوي ژبې د اسسټنټ پروفیسر په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی د مې په ۱۶مه د نوشکي ضلعې په کلي مینګل سسمع کۍ د ناڅرګنده وسلوالو لخوا په ډزو وویشتلی شو چې له امله یې هغه ژوند له لاسه ورکړل.

نعيم اچکزئي