د بره دیر د پولیسو مشر اسلم نواز خان وایي، د پټو معلوماتو پر بنسټ د دیر سټي تاڼې پولیسو د پناه کوټ په سیمه کې د محمد اسحاق په نوم د یو تن پر کور چاپه وهلې او هلته یې د کور دننه په مبینه توګه د شرابو جوړولو یوه بټۍ نیولې ده۔

 

د پولیسو په وینا، د چاپې پر مهال له دغه ځایه تر ۳۶ لیټرو زیات کورني جوړ شوي شراب هم ترلاسه شوي دي۔ چارواکي وایي، د پېښې په تړاو نیول شوی کس تر ولکې لاندې راوستل شوی او پر ضد یې قانوني کارروایي پېل شوې ده، په داسې حال کې چې د نورو ممکنه اړیکو او شبکو په اړه پلټنې هم روانې دي۔

 

پولیس وایي، په سیمه کې د نشه يي توکو، چرسو او نورو غیرقانوني کاروبارونو پر ضد ځانګړي عملیات دوام لري او د قانون پلي کولو لپاره به بې پرې اقدامات روان ساتل کېږي۔

 

د خیبر پښتونخوا په ځینو غرنیو سیمو، په ځانګړي ډول ملاکنډ، دیر، سوات او چترال کې وخت ناوخت د کورنیو شرابو د جوړولو او خرڅلاو پېښې مخې ته راځي۔ ځايي سرچیني وایي، دغه ډول شراب اکثره د انګورو، توتو، مڼو او نورو موسمي مېوو څخه په دودیزو طریقو جوړېږي، چې ځیني کسان یې د پټې سوداګرۍ لپاره کاروي۔

 

کارپوهان وایي، په لرې پرتو غرنیو سیمو کې د مېوو زیات پیداوار، بې روزګاري، اقتصادي ستونزې او کمزورې څارنه ځیني خلک دې غیرقانوني کاروبار ته هڅوي۔ د دوي په وینا، کورني جوړ شوي شراب اکثره د روغتیا لپاره هم خطرناک وي، ځکه چې په غیرمعیاري او غیرصحتمند چاپېریال کې تیارېږي۔

 

په پاکستان کې د شرابو جوړول، ساتل او خرڅول د قانون له مخې محدود او د مسلمانانو لپاره غیرقانوني ګڼل کېږي، خو له دې باوجود وخت ناوخت په بېلابېلو سیمو کې د شرابو د بټیو د نیولو خبرونه مخې ته راځي۔ پولیس وایي، د داسې فعالیتونو پر ضد به عملیات روان ساتل کېږي۔