د سلطانخېل پاینده خېل لويې جرګې له خوا د واړۍ جرګه هال کې يوه لويه ولسي غونډه شوې، چې پکې د سيمي مشرانو، سپين ږيرو او ګڼو ولسي کسانو ګډون درلودل.
غونډې ته د سيمي يو شمېر مخورو مشرانو، حاجي ملک شیر بهادر خان، پخواني د صوبايي اسمبلۍ غړي حاجي ملک بهرام خان، پخواني صوبايي وزير ملک جهانزېب خان، میا سلطان يوسف پاچا، ملک هدايت خان، ملک وارث خان، ملک مظفر خان، جهانزېب خان وکيل، رضاالله خان وکيل، ملک عبدالحميد خان، پخواني د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک حيات خان، ملک ايوب خان، اسماعيل روغاني، ملک سهراب خان، چيئرمين سيف الاسلام، ملک اسلم خان او نورو ويناوې وکړې۔
ويناوالو وويل، له دوي سره د سلطانخېل پورته غاړې سړک او د سيمي د نورو پرمختيايي کارونو ژمنې شوې وې، خو تراوسه عملي شوې نه دي۔ هغوي له حکومته غوښتنه وکړه چې له ولس سره کړې ژمنې دې زر تر زره پوره کړي او د سيمي بنيادي ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي۔
غونډه کې د زمکو د سرشمېرنې او سېټلمنټ چارو په اړه هم خبرې وشوې۔ مشرانو وويل، که حکومت د سېټلمنټ عمل پېلوي، نو دوي به د اړوندو ادارو سره په ګډه د ستونزو د هواري لپاره مشورې او خبرې اترې کوي۔
ځايي مشرانو د موبائيل ټيليفون سګنلو خراب صورتحال هم يوه لويه ستونزه وبلله۔ هغوي وويل، که د سګنلو ستونزه هواره نه شوه، نو د اختر نه پس به احتجاج پېل کړي او د دغو سګنلو له استعماله به هم ډډه وکړي۔
د غونډې په پای کې د لويې جرګې وياند حاجي دلدار خان خبري غونډې ته وويل چې د سيمي خلک د خپلو بنيادي حقونو او پرمختيايي کارونو غوښتنه کوي، او که غوښتنو ته يې پام ونه شو، نو راتلونکې تګلاره به اعلان کړي۔

جاوید ملنګ