د ملي جمهوري غورځنګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې محسن داوړ يو وار بيا د ګوند د مشر په توګه ټاکلی شوی دی.

 

د خبرپاڼې لمخې، دا پریکړه ،د مې په ۱۹مه، په پېښور کې د افراسیاب خټک په مشرۍ ترسره شوې د ګوند په مرکزي تنظيمي غونډه کې وشوه، چې پکې د ګوند مرکزي او صوبايي مشرانو او غړو ګډون کړی و.

 

 

 

 

د غونډې پر مهال د ګوند مرکزي کابينه هم له سره جوړه شوه. د نوې کابيني له مخې، مزمل شاه عمومي سېکرټر، اعجاز اسلم مرستيال عمومي سېکرټر، خوشحال خان د مالوماتو چارو سېکرټر، ابراهيم خان د ماليې سېکرټر، نعمان وزير د کلتور او ځوانانو چارو سېکرټر، رشيد حقمل د مزدورانو چارو سېکرټر، جميله ګيلاني د بهرنيو اړيکو سېکرټر او عمران وزير مرستيال سېکرټر ټاکل شوي دي.

 

خبرپاڼه زياتوي چې غونډه کې د خيبر پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا/بلوچستان، سند او اسلام اباد د ګوند مرکزي او صوبايي مشرانو او غړو ګډون کړی و.

 

 

 

 

غونډې ته محسن داوړ، افراسیاب خټک، مزمل شاه، بشریٰ ګوهر، احمد جان لالا، محمد شېر خان، منصور محسود او نعمان وزير ويناوې وکړې او د ګوند د سياسي دريځ او تنظيمي فعاليتونو د پراخولو پر اړتيا يې ټينګار وکړ.

 

په غونډه کې د سوات نوميالي وکيل او پښتون ملتپال مشر مرحوم شېر محمد خان زوې، اېډوکېټ ځيګر شېر، هم په ګوند کې د خپل ګډون اعلان وکړ.