پېښور (شال نیوز) : د پېښور عمران خان کرکټ سټېډیم پخوانی نوم «ارباب نیاز کرکټ سټېډیم» بحال کړل شوی دی، بلخوا پېښور د پاکستان سپر لیګ د راتلونکي پړاو د پرانیستې لوبې لپاره هم ټاکل شوی دی.
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي د نومبر په ۲۳مه په پېښور کې د سټېډیم د پخواني نوم بحالولو اعلان وکړ او ویې ویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به یې نوم په رسمي توګه بدل شي.
نوموړي ویلي چې د سټېډیم د پخواني نوم بحالولو مقصد د پېښور د تاریخي ورثې ساتنه او د هغو کسانو د خدماتو درناوی دی چې په صوبه کې یې د لوبو د ودې لپاره کار کړی دی.
د علي امین ګنډاپور په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف صوبايي حکومت د ۲۰۲۵ کال په فرورۍ میاشت کې د ارباب نیاز کرکټ سټېډیم نوم د پاکستان د پخواني وزیراعظم او د کرکټ د قامي لوبډلې د پخواني کپتان عمران خان په نوم بدل کړی و.
ګورنر کونډي د تحریک انصاف پر تېر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل چې په دیارلسو کلونو کې یې په صوبه کې یو نوی کرکټ سټېډیم هم جوړ نه کړ، خو د پخواني سټېډیم نوم یې بدل کړ. د ګورنر د دغو څرګندونو په اړه د تحریک انصاف غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی.
د پاکستان کرکټ بورډ مشر او وفاقي داخله وزیر محسن نقوي په پېښور ګورنر هاوس کې له فیصل کریم کنډي سره په ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د پاکستان سپر لیګ د دولسم پړاو د پرانیستې دستوره او لومړۍ لوبه به په پېښور کې کېږي.
نوموړي وویل چې پر لومړۍ لوبې سربېره به د دې سیالیو نورې لوبې هم په پېښور کې کېږي. د پاکستان سپر لیګ دولسم پړاو به د ۲۰۲۷ کال د مارچ له ۱۸مې څخه د مې تر دویمې نېټې پورې دوام لري. په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان سپر لیګ له پیل راهیسې تر اوسه په پېښور کې د دغو سیالیو یوه لوبه هم نه ده شوې.
محسن نقوي دا اعلان هم وکړ چې د راتلونکي کال د جنورۍ په درېیمه اوونۍ کې به په پېښور کې د پاکستان د قامي لوبډلې، پاکستان شاهینز او تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبغاړو د لوبډلې ترمنځ د شل اوریز کرکټ سیالۍ کېږي.
نوموړي وویل چې له دغو سیالیو او پاکستان سپر لیګ وروسته به په پېښور کې د نړیوالو کرکټ لوبو د جوړولو لپاره هم ګامونه پورته کېږي. نقوي په قبایلي ضلعو کې د کرکټ اکاډمیو جوړولو او په نورو ضلعو کې د کرکټ میدانونو د ښه کولو اعلان هم وکړ.
د ارباب نیاز کرکټ سټېډیم د تېرې پېړۍ په اتیایمه لسیزه کې جوړ شوی و. دغه سټېډیم د لوبو د پخواني وفاقي وزیر ارباب نیاز محمد په نوم نومول شوی و. په دغه سټېډیم کې د پاکستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو لوبډلو ټېسټ او یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې دي.
په پېښور کې وروستۍ نړیواله کرکټ لوبه په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستان او هند ترمنځ شوې وه. په تېرو دوو لسیزو کې د خېبر پښتونخوا د کرکټ مینه والو په وار وار غوښتنه کړې چې په پېښور کې دې نړیوالې کرکټ سیالۍ بیا پیل شي.


شال نیوز