اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې د هېواد د حکومتي نظام په اړه پر خپلو وروستیو څرګندونو ولاړ دی او خپلې خبرې بېرته نه اخلي. بلاول بوټو ویلي چې پیپلز ګوند د وفاقي حکومت مهم ائتلافي شریک دی او د هېواد د سیاسي او حکومتي چارو په اړه د خپل نظر څرګندولو حق لري.

 

د هغه په وینا، حکومت باید د خپلو ائتلافي شریکانو اندېښنو ته پام وکړي، ځکه د حکومت ملاتړ په دې معنا نه دی چې شریک ګوندونه دې پر حکومتي پرېکړو او تګلارو نیوکې نه کوي.

 

د بلاول بوټو دا څرګندونې د دفاع وزیر خواجه اصف له نیوکو وروسته شوې دي. د دواړو مشرانو ترمنځ اختلاف په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې په پاکستان کې د اساسي قانون د بدلونونو، د نویو صوبو د جوړولو او د وفاق او صوبو ترمنځ د واکونو د وېش په اړه سیاسي بحثونه روان دي.

 

بلاول: د سند د وېشلو هڅه به د وینې تویېدنې لامل شي
بلاول: د سند د وېشلو هڅه به د وینې تویېدنې لامل شي

 

پیپلز ګوند د اتلسم آئيني ترمیم ملاتړ کوي. د دغه ترمیم له مخې، په ۲۰۱۰ کال کې صوبو ته په یو شمېر مهمو برخو کې واکونه ورکړل شول. دغه ګوند له دې وړاندې هم د صوبو د اختیاراتو د کمولو له وړاندیزونو سره مخالفت څرګند کړی دی.

 

د مسلم لیګ نون او پیپلز ګوند ترمنځ د حکومتي چارو پر سر اختلافونه له دې وړاندې هم مخې ته راغلي دي. پیپلز ګوند په وفاق کې د مسلم لیګ نون د حکومت ملاتړ کوي، خو په ځینو سیاسي او انتظامي مسئلو کې ورسره اختلاف لري.

 

بلاول بوټو ټینګار کړی چې د ائتلافي حکومت د یوه مهم شریک په توګه به د سیاسي او حکومتي مسئلو په اړه خپل دریځ څرګندوي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د بلاول بوټو او خواجه اصف ترمنځ وروستی اختلاف به د دواړو ګوندونو پر سیاسي اړیکو څه اغېز وکړي.