پاکستان د دویمې ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ غوره توپ اچونه وکړه او د سریلانکا ټوله لوبډله یې په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې په ۹۸ منډو وسوځوله. د سریلانکا لوبډله په ۳۵.۳ اورونو کې ټوله وسوځېده.
د سریلانکا د لوبډلمشر کوشل مېنډس ۳۲ منډې وکړې او سونل دینوشا ۲۱ منډې جوړې کړې. د سریلانکا نور لوبغاړي د پاکستاني توپ اچوونکو پر وړاندې ډېر وخت ونه درېدل.
د پاکستان له لوري محمد عباس، رضاالله او عامر جمال درې، درې لوبغاړي وسوځول، په داسې حال کې چې ثاقب خان یوه وېکټه واخیسته. محمد عباس په ۱۴ اورونو کې یوازې ۱۴ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.
د دویمې ټېسټ لوبې حال
د پاکستان او سریلانکا ترمنځ د دوو ټېسټ لوبو د لړۍ دویمه او وروستۍ لوبه نن نه د راولپنډۍ په کرکټ لوبغالي کې پيل شوي ده۔.
د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
پاکستان په خپله لوبډله کې یو بدلون راوستی او د عرفات منہاس پر ځای یې عامر جمال لوبډلې ته شامل کړی دی. بلخوا، سریلانکا پربت جې سوریا په لوبډله کې شامل کړی دی.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د باران او خرابې رڼا له امله بې پایلې پای ته رسېدلې وه.
په لومړۍ لوبه کې پاکستان د ۹ وېکټو په زیان ۴۳۴ منډې جوړې کړې او خپله پاڼۍ یې پای ته ورسوله. په ځواب کې سریلانکا ۴۴۶ منډې وکړې، خو پاکستان په دویمه پاڼۍ کې د ۸ وېکټو په زیان ۲۸۴ منډې جوړې کړې.
په دې توګه د ټېسټ لوبو لړۍ تر اوسه صفر ـ صفر مساوي ده.
د راولپنډۍ د لوبغالي د پچ وضعیت
د دویمې ټېسټ لوبې لپاره د راولپنډۍ د لوبغالي پچ د توپ وهونکو لپاره مناسبه بلل شوې ده. تمه ده چې په لومړیو دوو ورځو کې به توپ وهونکي ښه لوبه وکړای شي، خو په وروستیو ورځو کې د سپن توپ اچوونکو رول مهم کېدای شي.
د پاکستان له لوري سعود شکیل په تېره ټېسټ لوبه کې د دواړو پاڼیو پر مهال له ۹۰ څخه زیاتې منډې کړې وې او ښه لوبه یې کړې وه.
بلخوا، سریلانکا له خپل لوبډلمشر کوشل مېنډس او دھننجایا ډي سلوا څخه د ښې لوبې تمه لري.


شال نیوز