پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا ګورنر، فیصل کریم کونډي وايي، د ترهګریزو ګواښونو او امنیتي اندېښنو له امله اوسمهال له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستلو امکان نه لري او د خلکو امنیت د هر ډول اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو په پرتله لومړیتوب لري.

 

نوموړي د شنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل، د خېبر پښتونخوا د اوسېدونکو او د پاکستان د ټولو وګړو امنیت ورته تر هر څه مهم دی او تر هغو چې امنیتي وضعیت ډاډمن شوی نه وي، له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تړلو لارو د پرانیستلو پرېکړه نه شي کېدای.

 

کونډي ټینګار کړی چې د امنیتي ګواښونو په شتون کې د سوداګریزو لارو پرانیستل د خلکو امنیت له خطر سره مخ کولای شي او حکومت باید په دې برخه کې له احتیاط څخه کار واخلي.

 

د پاکستان حکومت او پوځي چارواکي په وار وار ادعا کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله‌وال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. خو د افغانستان واکمنو طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

 

د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او سیاسي کړکېچ له زیاتېدو وروسته، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مهمې سوداګریزې لارې، په ځانګړي ډول د تورخم او سپین بولدک لارې، له اوږدې مودې راهیسې د پرله‌پسې تړل کېدو او محدودیتونو له امله له ستونزو سره مخ دي.

 

ثمر هارون بلور: له افغانستان سره سوداګري د پاکستان د امنیتي اندېښنو تر لرې کېدو پورې نه شي پیل کېدای
ثمر هارون بلور: له افغانستان سره سوداګري د پاکستان د امنیتي اندېښنو تر لرې کېدو پورې نه شي پیل کېدای

 

د دغو لارو تړل کېدو نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري اغېزمنه کړې، بلکې د دواړو هېوادونو زرګونه سوداګر، ټرانسپورټي شرکتونه، موټرچلوونکي او ورځني مزدوران یې هم له مالي ستونزو سره مخ کړي دي.

 

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د سوداګریزو لارو د تړل کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کړکېچ له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته تر درېیو میلیاردو ډالرو پورې زیان اوښتی دی.

 

افغانستان او پاکستان یو د بل مهم سوداګریز شریکان دي او د دغو لارو له لارې د خوراکي توکو، کرنیزو محصولاتو، درملو، صنعتي موادو او نورو سوداګریزو توکو لېږد ترسره کېږي. د لارو اوږدمهاله تړل کېدل د دواړو هېوادونو پر بازارونو، د توکو پر بیو او د سوداګرو پر فعالیتونو منفي اغېزې لري.

 

د سوداګرو او اقتصادي فعالانو په باور، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او امنیتي اختلافاتو دوام نه یوازې سوداګري زیانمنوي، بلکې د سیمې د اقتصادي اړیکو او د خلکو د ژوند پر وضعیت هم ناوړه اغېزې کوي.