د بیړنیو عملیاتو مرکز کې ،د مې په ۱۵مه، شوې په یوه غونډه کې پرېکړه شوې چې د خیبر پښتونخوا په ۲۳ ضلعو کې به د ګوزڼ (پولیو) د مخنیوي کمپاین د مې له ۱۸مې نېټې څخه پېل شي.

 

د غونډې مشري د روغتیا د صوبایي وزارت ایډیشنل سیکرټري او د دغه مرکز کوارډینیټر شفیع الله کوله. په غونډه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې، د روغتیا نړیوالې ادارې او د روغتیا محکمې نورو چارواکو ګډون درلودل.

 

چارواکو وویل چې د څلور ورځني کمپاین پر مهال به شاوخوا ۴۶ لکه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شي. دا کمپاین به د صوبې په ټاکلو ضلعو کې په یو وخت ترسره کېږي.

 

دا کمپاین به د بنو او ډي آی خان ډویژن ټولو ضلعو ،ایبټ آباد، تورغر، بر او کوز کوهستان، کولای پالس، باجوړ، کوز او بر مومند، مردان، نوښار، پېښور، خیبر، کوهاټ، هنګو، کرم او کرک ضلعو کې ترسره کېږي.

 

په پېښور او خیبر کې به کمپاین اووه ورځې روان وي، خو په نورو ضلعو کې به څلور ورځې دوام وکړي.

 

په غونډه کې وویل شول چې د دې مهم کمپاین لپاره ۲۲ زره ۴۵۰ روزل شوې ډلې جوړې شوې دي، چې پکې ۲۰ زره ۵۰۷ ګرځنده ډلې، ۱۱۱۳ ثابتې ډلې او ۸۳۰ د لېږد ډلې شاملې دي. د دې ترڅنګ ۵۴۴۴ د ساحې مسوولین هم ټاکل شوي دي.

 

د کمپاین د امنیت لپاره به شاوخوا ۳۵ زره امنیتي سرتېري هم په بېلابېلو ضلعو کې دنده ترسره کړي، ترڅو د ګوزڼ ضد ډلو خوندیتوب باوري شي.