کابل (شال نیوز) : د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر رحمت شاه د کرېکټ په تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ کړی او د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د ټېسټ لوبغاړو په درجهبندۍ کې د توپوهونکو په لسو غوره لوبغاړو کې شامل شوی دی.
رحمت شاه د زیمبابوې پر وړاندې د افغانستان د ټېسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د ۱۷۳ منډو په جوړولو سره د توپوهونکو په درجهبندۍ کې شپږ مقامونه پورته شوی او اووم ځای یې خپل کړی دی.
۳۳ کلن رحمت شاه په دې لوبه کې د خپلې غوره توپوهنې له امله د خپل مسلک تر ټولو لوړې درجهبندۍ ته هم رسېدلی دی. دا د رحمت شاه د ټېسټ کرېکټ پنځمه سلیزه وه او په روان کال کې یې دویمه سلیزه وه.
نوموړي په نوې درجهبندۍ کې د هند د لوبډلمشر شبمن ګېل، د سویلي افریقا د لوبغاړي اېډن مارکرام او د سریلانکا د لوبغاړي کامېندو مېنډس په څېر نوموتي لوبغاړي شاته پرېښي دي.
رحمت شاه لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د کرېکټ نړیوالې شورا د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو په هره درجهبندۍ کې د کومې کټګورۍ په لسو غوره لوبغاړو کې ځای نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د روانې میاشتې په پیل کې د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجهبندۍ کې هم د خپل تاریخ تر ټولو لوړ، شپږم مقام ته رسېدلی و. افغانستان د زیمبابوې او بنګلهدېش پر وړاندې د درې اړخیزو سیالیو د اتلولۍ په ګټلو سره دغه مقام خپل کړی و.


شال نیوز