هنګو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د هنګو ضلعې په شاه الماس پیر غرنیزه سیمه کې د پولیسو پر پوسته له وسله‌وال برید وروسته تښتول شوي درې پولیس اهلکار د سیمې د مشرانو د خبرو اترو په نتیجه کې راخوشي شوي دي.

 

د هنګو ډپټي کمشنر بصیر علي رحمان ویلي چې د سیمې مشرانو له تښتوونکو سره خبرې کړې دي او د هغوی د هڅو په نتیجه کې درې واړه پولیس اهلکار روغ رمټ راخوشي شوي دي. د نوموړي په وینا، درې واړه اهلکار محفوظ دي او تمه ده چې ډېر ژر هنګو ته ورسېږي.

 

د نومبر په نهمه، د شپې په مهال، وسله‌والو د شاه الماس پیر په غرنیزه سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید کړی و. په دغه برید کې د پولیسو کانسټېبل فیروز علي وژل شوی او درې نور پولیس اهلکار وسله‌والو له ځان سره تښتولي وو.

 

هنګو کې پر پولیس پوسته د برید ذمه واري اتحاد المجاهدین پاکستان منلې؛ یو پولیس وژل شوی او درې نور تښتول شوي
هنګو کې پر پولیس پوسته د برید ذمه واري اتحاد المجاهدین پاکستان منلې؛ یو پولیس وژل شوی او درې نور تښتول شوي

 

له برید وروسته پولیسو او امنیتي ځواکونو په سیمه کې د تښتول شوو اهلکارو د موندلو او بریدګرو د نیولو لپاره کارروایي پیل کړې وه. په همدې وخت کې د سیمې مشرانو هم د تښتول شوو پولیسو د راخوشي کولو لپاره هڅې پیل کړې وې.

 

د ضلعي انتظامیې په وینا، د مشرانو خبرې اترې کامیابې شوې او درې واړه اهلکار له کوم زیان پرته راخوشي شول. د شاه الماس پیر پر پوسته د برید ذمه واري د اتحاد المجاهدین پاکستان په نوم وسله‌والې ډلې منلې وه، خو د پولیسو د تښتولو او وروسته د هغوی د راخوشي کولو د شرایطو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.

 

چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې درې واړه پولیس اهلکار له کوم ځایه راخوشي شوي او د هغوی د خوشي کولو لپاره له وسله‌والو سره په خبرو کې څه پرېکړې شوې دي.