تهران (شال نیوز) : د ایران سپاه پاسداران د نومبر په اتمه ویلي چې د هرمز په تنګي کې دوو تېل وړونکو بېړیو له سمندري ماینونو سره تر لګېدو وروسته اور اخیستی دی.

 

رویټرز د ایران د دولتي ټلوېزیون په حواله راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ویلي، دغو بېړیو د هرمز له تنګي د تېرېدو لپاره داسې لاره کاروله چې ایراني چارواکو یې د تګ اجازه نه وه ورکړې.

 

د ایران د چارواکو په وینا، دواړو بېړیو اور اخیستی، خو تر اوسه د بېړیو نومونه، د کومو هېوادونو اړوندوالی او د عملې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. دغه ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

 

دا پرمختګ په داسې وخت کې شوی چې د ایران په جنوبي سیمو کې د چاودنو راپورونه هم خپاره شوي دي. د رویټرز د معلوماتو له مخې، د نومبر په اوومه ماښام د ایران د هرمزګان صوبې په جاسک بندر، قشم ټاپو، سیریک او بندر عباس کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي وو.

 

ایراني چارواکو د دغو چاودنو علت نه دی تایید کړی. د ایران دولتي ټلوېزیون ویلي چې ښايي دا چاودنې په هرمز تنګي کې د ایراني ځواکونو له پوځي فعالیتونو سره تړاو ولري. تر اوسه دا هم نه ده څرګنده چې د دوو تېل وړونکو بېړیو پېښه له دغو چاودنو سره کوم تړاو لري او که نه.

 

د امریکا او ایران ترمنځ د موافقې لپاره د قطر نوې هڅې؛ د هرمز تنګی به پرانیستل شي؟
د امریکا او ایران ترمنځ د موافقې لپاره د قطر نوې هڅې؛ د هرمز تنګی به پرانیستل شي؟

 

بلخوا د امریکا مرکزي پوځي قوماندانۍ ویلي چې ځواکونو یې د عمان په خلیج کې یوه سوداګریزه بېړۍ وروسته له هغې په نښه او له حرکته غورځولې چې د امریکا له سمندري بندیز څخه یې د تېرېدو هڅه کوله.

 

امریکايي چارواکي وايي، بېړۍ ته څو ځله خبرداری ورکړل شوی و. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر دې وړاندې د ایران د قشم ټاپو په سیمه کې د هوايي دفاع پر یوه نظام محدود برید تایید کړی و.

 

د امریکا او ایران ترمنځ روان پوځي تاوتریخوالی د هرمز تنګي د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. دغه تنګی د نړۍ د تېلو د نړیوال لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی.