کابل (شال نیوز) : د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو د کېندنې او پراختیا په موخه یې د ۲۷۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت یو ۳۰ کلن تړون لاسلیک کړی دی.

 

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ، د نومبر ۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تړون له مخې به د بغلان ولایت په پلخمري کې د ډبرو سکرو او د آمو سیند د نفتي حوزې په جنګل کلان سیمه کې د طبیعي ګازو د سرچینو د کېندنې او پراختیا چارې ترسره شي.

 

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر، هدایت‌الله بدري ویلي، د دې تړون د عملي کېدو په موده کې چې ۳۰ کاله ټاکل شوې، ۲۷۵ میلیونه ډالره پانګونه کېږي. دا تړون د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت، د دولتي شرکتونو عمومي ریاست او د عزیزي انرژۍ شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

 

 

 

د بدري په وینا، د تړون په چوکاټ کې به یوازې د کانونو او ګازو کېندنې نه، بلکې د اړوندو سرچینو د پراختیا چارې هم شاملې وي.

 

خو د طالبانو د حکومت په رسمي راپور کې د دې پانګونې د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي خپاره شوي. لا هم روښانه نه ده چې له اعلان شویو ۲۷۵ میلیونه ډالرو څخه به څومره د ډبرو سکرو او څومره د طبیعي ګازو پر پروژو ولګول شي.

 

همداراز، د دغو پروژو د عملي کېندنې او تولید د پیل نېټه، د کار د بهیر څرنګوالی او د عوایدو هغه اندازه چې د طالبانو ادارې ته به ورسېږي، هم نه دي مشخص شوي.