سډني (شال نیوز) : د اسټرالیا د کرکټ لوبډلې الراونډر ګلېن مېکسوېل له نړیوال کرکټ څخه د تقاعد اعلان کړی، چې ورسره د هغه له یوې لسیزې ډېر نړیوال د کرکټ سفر پای ته رسېدلی دی.
د کرکټ یوې بهرنۍ وېبپاڼې د راپور له مخې، ۳۸ کلن ګلېن مېکسوېل د دوشنبې په ورځ له نړیوال کرکټ څخه د تقاعد پرېکړه اعلان کړه. مېکسوېل د تېزې توپ وهنې له امله شهرت درلود او د اسټرالیا لپاره یې د کرکټ په درې واړو فارمټونو کې لوبې کړې دي.
نوموړی په ۲۰۱۵ او ۲۰۲۳ کلونو کې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام او په ۲۰۲۱ کال کې د شل اوریز نړیوال جام ګټونکو اسټرالیایي لوبډلو برخه هم و. هغه د خپل نړیوال کرکټ په بهیر کې اووه ټېسټ، ۱۴۹ یو ورځنۍ او ۱۳۰ شل اوریزې نړیوالې لوبې کړې دي.
ګلېن مېکسوېل د ۲۰۱۲ کال په اګست میاشت کې د افغانستان پر وړاندې په یو ورځنۍ لوبه کې نړیوال کرکټ ته لار ومونده. هغه په ۱۴۹ یو ورځنیو لوبو کې د ۳ زره او ۹۹۰ منډو ترڅنګ ۷۷ وېکټې هم اخیستې دي. په دې فارمټ کې یې تر ټولو لوړې منډې ۲۰۱ وې.
نوموړي د ۲۰۱۲ کال په سپټمبر کې د پاکستان پر وړاندې خپله لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه وکړه. هغه په دې فارمټ کې په ۱۳۰ لوبو کې ۲ زره او ۸۹۷ منډې جوړې کړې او ۵۱ وېکټې یې ترلاسه کړې دي. په شل اوریزو لوبو کې یې تر ټولو لوړې منډې ۱۴۵ دي.
مېکسوېل په ۲۰۱۳ کال کې د هند پر وړاندې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه وکړه او په ټولیز ډول یې د اسټرالیا لپاره اووه ټېسټ لوبې ترسره کړې. په دې فارمټ کې یې تر ټولو لوړې منډې ۱۰۴ وې، چې د هند پر وړاندې یې جوړې کړې وې.
د راپور له مخې، مېکسوېل د خپلې کمزورې لوبیزې بڼې له امله د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې له یو ورځنیو نړیوالو لوبو څخه هم تقاعد اعلان کړی و. هغه د ۲۰۲۶ کال په شل اوریز نړیوال جام کې د عمان پر وړاندې په لوبه کې وروستی ځل د اسټرالیا استازیتوب کړی و.


شال نیوز