کابل (شال نیوز) : د افغانستان د مدني ټولنې او خبریالانو د ملاتړ سازمان په وېبپاڼه کې په یوه خپره شوې لیکنه کې د افغان هندوانو او سیکانو د جایدادونو د بېرته سپارلو، د هغوی د مذهبي حقونو د ساتنې او له هېواده د وتلو کورنیو د راستنېدو لپاره د مناسبو شرایطو د برابرولو غوښتنه شوې ده.
دا لیکنه چې د نومبر په دویمه د زړګي ویسا صافي په نوم خپره شوې، پکې ویل شوي چې هندوان او سیکان د افغانستان له پخوانیو مذهبي ټولنو څخه دي او د پېړیو راهیسې یې د دغه هېواد په سوداګرۍ، اقتصاد او کلتوري ژوند کې ونډه لرلې ده.
لیکوال وايي چې د څو لسیزو جګړو، ناامنۍ او نورو ستونزو له امله د هندوانو او سیکانو ګڼې کورنۍ د افغانستان پرېښودو ته اړې شوې او د هغوی یو شمېر کورونه، دوکانونه او نور جایدادونه د نورو کسانو لاس ته ورغلي دي.
په لیکنه کې غوښتنه شوې چې د دغو جایدادونو قضیې دې وڅېړل شي او د هغو کسانو ملکیتونه دې بېرته ورکړل شي چې قانوني اسناد لري. زړګي ویسا صافي د هندوانو د مندرونو او د سیکانو د ګوردوارو د ساتنې غوښتنه هم کړې ده.
نوموړي ویلي چې دغه عبادتځایونه د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراث برخه دي او باید د بیا رغولو او ساتنې لپاره یې ګامونه واخستل شي. په لیکنه کې د هغو افغان هندوانو او سیکانو ستونزې هم یادې شوې چې اوس له هېواده بهر ژوند کوي.
لیکوال غوښتنه کړې چې دغو کورنیو ته دې د خوندي راستنېدو، د خپلو کورونو د بېرته ترلاسه کولو او د کاروبار د پیلولو شرایط برابر شي. د هندوانو او سیکانو د جایدادونو او مذهبي حقونو موضوع تر دې وړاندې هم د دغو ټولنو استازو له طالب چارواکو سره مطرح کړې ده.
د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د افغانستان د هندوانو او سیکانو د شورا استازو د طالبانو د ریاستالوزرا د دفتر له رئیس عبدالواسع سره په لیدنه کې د خپلو جایدادونو د بېرته ترلاسه کولو، د عبادتځایونو د بیا رغولو او د نورو ستونزو د هواري غوښتنه کړې وه.
د دغې شورا استازي منجیت سنګ لامبا د ۲۰۲۵ کال په اګست کې ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ هندوان او سیکان پاتې دي او د غصب شوو جایدادونو بېرته ترلاسه کول یې له مهمو ستونزو څخه دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هغه مهال ویلي وو چې حکومت یې د هندوانو او سیکانو د حقونو ساتنې ته ژمن دی او د جایدادونو د بېرته ترلاسه کولو په قضیو کې به ورسره مرسته کوي.
د زړګي ویسا صافي په تازه لیکنه کې ویل شوي چې د هندوانو او سیکانو د حقونو ساتنه د افغانستان د ملي یووالي او د بېلابېلو مذهبي ټولنو ترمنځ د سولهییز ګډ ژوند لپاره مهمه ده. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان ټول وګړي باید د قوم او مذهب له توپیر پرته د امنیت، عدالت او برابرۍ احساس ولري.


شال نیوز