د خېبر پښتونخوا د ګورنر د اطلاعاتو او عامه اړیکو سلاکارې ثمر هارون بلور د صوبې د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال د آډټ په راپور کې د اربونو روپیو د سرکاري لګښتونو د حسابونو په اړه پر اعتراضونو اندېښنه څرګنده کړې او د بې پرې پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

 

ثمر هارون بلور د نومبر پر دویمه په یوه بیان کې ویلي چې د آډټ د راپور له مخې، د صوبايي خزانې د ۷۲ اربه او ۴۶ کروړه روپیو د لګښتونو بشپړ تصدیق نه دی شوی.

 

د هغې په وینا، په راپور کې د صوبايي اسمبلۍ له منظورې شوې بودیجې څخه د ۱۰۴ اربه او ۲۶ کروړه روپیو د زیاتو اندراجاتو یادونه هم شوې چې وضاحت یې ضروري دی.

 

ثمر هارون بلور ویلي چې د ۱۵۳ اربه او ۶۸ کروړه روپیو پرمختیايي لګښتونه د حسابونو په ناسمو برخو کې ښودل شوي او په پبلک اکاؤنټ کې د ۳۹ اربه او ۵۸ کروړه روپیو منفي بیلنس هم ثبت شوی دی.

 

هغې زیاته کړې چې د ۹۸ اربه او ۸۹ کروړه روپیو د بهرنیو قرضونو حسابي ریکارډ نیمګړی دی، په داسې حال کې چې د بهرنیو قرضونو او د هغو د سود په بدل کې د ورکړل شوو ۵۱ اربه او ۸۵ کروړه روپیو بشپړ تصدیق هم نه دی شوی.

 

د ګورنر د سلاکارې په وینا، د صوبې د کورنیو قرضونو ریکارډ له ۲۰۱۷-۱۸ مالي کال او له مرکزي حکومت څخه د اخستل شوو قرضونو ریکارډ له ۲۰۱۳-۱۴ مالي کال راهیسې نه دی تازه شوی.

 

ثمر هارون بلور ویلي چې د پرمختیايي بودیجې په حسابونو کې د ۲۰ اربه او ۲۰ کروړه روپیو اضافي اندراجات هم مخې ته راغلي دي.

 

د هغې په وینا، د صحت، تعلیم، پولیسو، سړکونو او یو شمېر نورو سرکاري محکمو په بودیجو کې هم د اربونو روپیو اضافي اندراجات شوي چې حکومت یې باید قانوني او مالي وضاحت وړاندې کړي.

 

هغې د پاکستان تحریک انصاف د واکمنۍ پر مهال د صوبايي خزانې د لګښتونو پر حسابونو پوښتنې راپورته کړې او ویلي یې دي چې د ولس د ټیکسونو هره روپۍ امانت دی او حکومت یې باید حساب ورکړي.

 

ثمر هارون بلور غوښتنه کړې چې د آډټ په راپور کې د ټولو اعتراضونو بې پرې او رڼې پلټنې وشي او که مالي بې قاعدګۍ ثابتې شي، نو مسؤل کسان دې وپېژندل شي او قانوني پوښتنې دې ترې وشي.

 

د یادونې ده چې د آډټ په راپور کې د حسابونو په اړه اعتراضونه او د لګښتونو د تصدیق نشتوالی په خپله د پیسو د غلا یا مالي فساد د ثابتېدو معنا نه لري.

 

شال نیوز ته د دې بیان تر خپرېدو پورې د صوبايي حکومت یا د پاکستان تحریک انصاف د چارواکو ځواب نه و وړاندې شوی.