نوښار (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام د خیبر پښتونخوا مشر مولانا عطا الرحمن ویلي، په صوبه کې د ګورنر راج او بېړني حالت لګول پر اساسي قانون او ولسواکۍ برید دی.
نوموړي دا څرګندونې په د اکتوبر په ۳۱ مه نوښار کې یوې خبري غونډې ته کړې دي، چې پر مهال یې د عوامي نېشنل ګوند مخکښ میا بابر شاه له خپل ګوند څخه د استعفا وروسته له جمعیت علمای اسلام سره د یوځای کېدو اعلان وکړ.
مولانا عطا الرحمن ادعا کړې چې د ترهګرۍ په نوم په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت لګول شوی او ورسره د تجاوزاتو پر ضد عملیات هم پیل شوي دي. د هغه په وینا، د ولسواکۍ ضد تګلارو له لارې یو ځل بیا د هېواد د وېشلو هڅې کېږي.
نوموړي د پېښور د مفتي محمود مرکز د ځمکې په اړه ویلي، دوی چمتو دي چې د دغې ځمکې قانوني اسناد او د ملکیت د انتقال اسناد وښيي.
د جمعیت علمای اسلام صوبايي مشر دا هم ویلي چې د تېر ټاکنو پر مهال د دوی انتخاباتي حق لوټل شوی او په ټولنیزو رسنیو کې د دوی د ګوند او مشرتابه پر ضد ناسم تبلیغات کېږي.
هغه د خیبر پښتونخوا د معدني زېرمو په اړه هم پوښتنې راپورته کړې او ویلي یې دي چې باید معلومه شي، د شپې له خوا په معدني موادو بار څومره لارۍ له صوبې وځي او د دغو سرچینو حساب کتاب باید وشي.
بلخوا له جې یو ايي سره د یوځای کېدو پر مهال میا بابر شاه ویلي، هڅه به وکړي چې د نوښار د خلکو ناهیلۍ ختمې کړي او د مولانا فضل الرحمان تر مشرۍ لاندې به د اسلامي نظام او شریعت لپاره خپلې سیاسي هڅې روانې وساتي.


ندیم مشواني