تورخم (شال نیوز) : د تورخم پر پوله پاکستاني کسټم چارواکو یوې افغانې کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال خپل خر او سپی هم له ځان سره یوسي.
د سرچینو په وینا، دغې کورنۍ خپل خر او سپی په یوه ګاډي کې بار کړي وو او غوښتل یې چې افغانستان ته یې یوسي، خو د تورخم په ایکسپورټ ټرمینل کې د کسټم چارواکو ترې د دواړو څارویو د اصليت سند (سرټیفیکېټ آف اوریجن) غوښتی دی.
سرچینې وايي، کسټم چارواکو کورنۍ ته ویلي چې له ضروري قانوني اسنادو پرته له پاکستانه افغانستان ته د دغو څارویو د وړلو اجازه نه شي ورکول کېدای. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې یادې کورنۍ د اسنادو د برابرولو لپاره څه ګامونه اخستي او که خپل څاروي یې په پاکستان کې پرېښي دي.
د کسټم چارواکو له خوا په دې اړه رسمي وضاحت هم نه دی خپور شوی.


شال نیوز