نوښار (شال نیوز) : د نوښار د رشکۍ موټروې ټال پلازې ته نږدې د یوې فلاینګ کوچ د ټایر شلېدو له امله په ټرافیکي پېښه کي درې کسان مړه شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ نوښار د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال شوې چې د های اېس فلاینګ کوچ یو ټایر وشلېد او ګاډی له حادثې سره مخ شو.

 

د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته د نوښار او مردان د ریسکیو ۱۱۲۲ ډلو له شپږو ایمبولینسونو سره د پېښې ځای ته ځانونه رسولي دي. د ریسکیو چارواکي وايي، د نوښار امدادي ډلو څلور ژوبل کسان او د یوه نامعلوم کس مړی د مردان میډیکل کمپلېکس ته لېږدولي دي.

 

په ژوبلو کسانو کي د وا کینټ ۳۵ کلن عبدالرحمان، د پېښور د ورسک ۳۷ کلن عبدالله، شاوخوا ۴۰ کلنه رضوانه بېګم او د هغې لس کلنه لور عمیمه شامل دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ نوښار ضلعي ایمرجنسي افسر ملک اشفاق حسین ویلي چې امدادي ډلو ژوبلو کسانو ته لومړنۍ طبي مرسته ورکړې او وروسته یې روغتون ته رسولي دي.

 

د ریسکیو د معلوماتو له مخې، په پېښه کي په مجموعي توګه درې کسان مړه شوي، خو د پاتې دوو مړو شویو کسانو د پېژندګلوۍ او روغتون ته د لېږدولو تفصیل نه دی ورکړل شوی. د پېښې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.