اورکزي (شال نیوز) : د اورکزیو د پولیسو مشر شوکت علي وايي چې د منځنیو اورکزیو د مشتي تاڼې په دره حسن‌زۍ سیمه کې د پولیسو په کارروایۍ کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي او دوه پولیس ژوبل شوي دي.

 

د نوموړي په وینا، د ډزو په تبادله کې د مشتي تاڼې مشر محمد یونس او سپاهي سلیم ژوبل شوي، چې د علاج لپاره د ضلعې مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

 

شوکت علي ویلي چې وژل شوي کسان د خېبر ضلعې د قمبرخېلو له قوم سره تړاو لري. هغه ادعا کړې چې دغو کسانو د عشر غوښتلو په پلمه د سیمې خلک ځورول.

 

د وژل شویو کسانو نومونه او د ژوبلو پولیسو د روغتیا په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي. د پولیسو د بیان خپلواک تایید نه دی شوی.