لندن (شال نیوز) : بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې بدلونونه بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې د هغوی د پېژندنې د جزییاتو، پاسپورټونو او شخصي معلوماتو په برخه کې بدلونونه راوستي دي.

 

په دغه نوملړ کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق، د میدان وردګو والي خیرالله خیرخواه او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور شامل دي.

 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرتیا له مخې، دغه بدلونونه د اکتوبر پر ۳۰مه راغلي دي. په دې تازه‌‌ بدلونونو کې د طالبانو د ټولو پنځو چارواکو لپاره لږ تر لږه د یوه نوي پاسپورټ شمېره ثبت شوې ده.

 

د امیرخان متقي لپاره د دوو نویو پاسپورټونو شمېرې ثبت شوي چې یوه یې د روان کال د اګست پر پنځمه صادره شوې او تر ۲۰۳۱م کال پورې اعتبار لري. په ورته وخت کې، د نورو څلورو چارواکو د پخوانیو پاسپورټونو د اعتبار موده د روان کال په اکټوبر کې پای ته رسېدلې ده.

 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت دغه بدلونونه د تحریم شویو کسانو په شخصي معلوماتو کې اداري اصلاحات بللي دي. له همدې امله، دا اقدام د نویو تحریمونو د لګولو یا د دغو طالب چارواکو د تحریمي وضعیت د بدلون په معنا نه دی.

 

د دغو بدلونونو مهمه برخه د یادو چارواکو د نویو پاسپورټونو د شمېرو ثبتول دي، په داسې حال کې چې د هغوی ځینې پخواني پاسپورټونه د روان کال په اکټوبر کې له اعتباره لوېدلي دي.

 

د بریتانیا د حکومت د هغو شمېرو له مخې چې د ۲۰۲۴م کال په ډسمبر کې خپرې شوې وې، په ټولیز ډول د طالبانو اړوند ۱۳۵ کسان او پنځه سازمانونه د ملګرو ملتونو د تحریمونو په نوملړ کې شامل دي، چې بریتانیا هم دغه تحریمونه عملي کوي.

 

په دغو تحریمونو کې د نوملړ د شاملو کسانو د شتمنیو کنګلول او پر هغوی د سفر بندیز لګول شامل دي.