نیویارک (شال نیوز) : په ملګرو ملتونو کي د قطر دایمي استازې شیخه عالیه احمد بن سیف الثاني د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې د چارو له مرستیالې مشرې روزمري ډیکارلو سره د افغانستان پر سیاسي او بشري وضعیت خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ملاقات کي د افغانستان پر وروستي وضعیت، د بشري مرستو پر دوام او له افغان ولس سره د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ خبرې شوې دي.
د قطر استازې ویلي چې هېواد یې د افغانستان د ثبات او له افغانانو سره د مرستو لپاره له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې روزمري ډیکارلو په دې ملاقات کي کابل ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات شریک کړي او د افغانستان پر سیاسي او بشري وضعیت یې خبرې کړې دي.
قطر په تېرو څو کلونو کي د افغانستان په اړه د نړیوالو ډیپلوماتیکو هڅو مهم کوربه پاتې شوی دی. په دوحه کي د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه غونډې هم شوې دي چې پکي د افغانستان له واکمنو طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو پر څرنګوالي خبرې شوې دي.
په افغانستان کي د بشري مرستو اړتیا، اقتصادي ستونزې او د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار لګېدلي بندیزونه د نړیوالې ټولنې له مهمو اندېښنو څخه دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپاره کړي بیان کي د افغانستان لپاره د کومې نوې مالي مرستې، سیاسي موافقې یا ځانګړي پروګرام د پیل اعلان نه دی کړی.


شال نیوز