هانګ کانګ (شال نیوز) : د افغانستان د کرکټ شپږ کسیزې لوبډلې د هانګ کانګ په نړیوالو سیالیو کي عمان ته په څلورو وکټو ماتې ورکړې او نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
په دې سیالۍ کي عمان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو شپږو اورونو کي یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۰ منډې جوړې کړې. افغانستان د ۱۲۱ منډو هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو او د څلورو توپونو په پاتې کېدو پوره کړ.
د افغانستان صدیق الله پاچا په لسو توپونو ۴۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. فرمان الله صافي په ۱۱ توپونو ۳۷، کپتان ګلبدین نایب په اوو توپونو ۲۱ او کریم جنت په شپږو توپونو ۱۷ منډې وکړې.
افغانستان تر دې مخکې په همدې سیالیو کي سویلي افریقا ته هم ماتې ورکړې وه. له عمان څخه دا بریا د افغانستان دویمه پرلهپسې بریا ده چې په دې سره یې د سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره وموندله.
د هانګ کانګ شپږ کسیزې کرکټ سیالۍ د کرکټ له دودیزو لوبو سره توپیر لري. په دې سیالیو کي هره لوبډله شپږ لوبغاړي لري او هره پاڼۍ شپږ اورونه وي. د لوبې د دې بڼې له امله بېټسمېنان هڅه کوي چې په لږو توپونو زیاتې منډې جوړې کړي.


شال نیوز