لاهور (شال نیوز) : د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې یوه ۱۸ کلن ځوان د هوا له ککړتیا څخه په الهام اخیستو د «فوګ باونډ» په نوم کمپیوټري لوبه جوړه کړې چې ټاکل شوې د روان کال په ډسمبر کې خپره شي.
ابراهیم هشام وايي، په لاهور کې د هوا ککړتیا، لوګي او دوړو هغه دې ته وهڅاوه چې د کمپیوټري لوبې له لارې د یوې داسې خیالي نړۍ کیسه وړاندې کړي چې زهرجن لوګی پکې د خلکو پر ذهنونو او ژوند اغېز کوي.
د لوبې کیسه په یوه داسې ښار کې پېښېږي چې د زهرجن لوګي له امله تړل شوی دی. په دې ښار کې د ریاض په نوم یو کردار د هوا د ککړتیا د څارنې په اداره کې کار کوي او هڅه کوي چې خلک له خطره وژغوري او د ککړتیا د خپرېدو مخه ونیسي.
هشام په یوه مرکه کې ویلي چې غواړي د پاکستان د ځوانانو تجربې، د هغوی د چاپېریال ستونزې او د ژوند کیسې د کمپیوټري لوبو له لارې نړیوالو لیدونکو ته ورسوي.
د نوموړي په وینا، لوبه به په لومړي سر کې په انګلیسي ژبه خپره شي، خو وروسته یې په رومن اردو، یعنې په انګلیسي تورو لیکل شوې اردو ژبه، د وړاندې کولو پلان هم شته. د دې لوبې په جوړولو کې درې کسیزه ډله کار کوي او تمه ده چې د ډسمبر تر پایه خپره شي، خو د خپرېدو کره نېټه لا نه ده اعلان شوې.
لاهور د پاکستان له هغو لویو ښارونو څخه دی چې د ژمي په موسم کې د هوا له سختې ککړتیا سره مخ کېږي. د موټرو لوګی، د کارخانو دود، د فصلونو د پاتې شونو سوځول او موسمي حالات د هوا د خرابېدو له مهمو لاملونو ګڼل کېږي.
د هوا ککړتیا نه یوازې د خلکو روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د ښوونځیو، کاروبارونو او ورځني ژوند چارې هم اغېزمنوي. د ابراهیم هشام هڅه ښيي چې د پاکستان ځوان هنرمندان او د کمپیوټري لوبو جوړوونکي د چاپېریال او ټولنیزو ستونزو د بیانولو لپاره له نوو ټېکنالوژیو څخه هم کار اخلي.


شال نیوز