کابل (شال نیوز) : د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح ویلي، د طالبانو د جوړېدو او ملاتړ تر شا د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) او امریکا جیوپولیټیکې موخې پرتې وې او دغه پروژه د افغانستان له کورنیو واقعیتونو سره برابره نه وه.
صالح پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، د پاکستان استخباراتو په لومړیو کې د طالبانو پروژه د "پایپلاین ملېشو" په کوډي نوم نومولې وه او امریکا هم په پټه د هغوی ملاتړ کاوه.
د صالح په وینا، د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د یوې مودې لپاره دغه طرحه ګډوډه کړه، خو د دوحې تړون طالبانو ته د بیا راژوندي کېدو فرصت برابر کړ.
امرالله صالح زیاته کړه، د طالبانو د واکمنۍ د دوام یو مهم لامل د بهرنیو هېوادونو جیوپولیټیک ملاتړ دی، نه د افغانستان کورني واقعیتونه.
هغه زیاتوي، د پاکستان واکمنه اداره چا دې ته وهڅوله چې د دوحې له تړون څخه ملاتړ وکړي؟ په پاکستان کې د دوحې هوکړې په تړاو نیول شوي کسان د اصلي مسوولانو پر ځای د قربانۍ پسونه دي.


شال نیوز