پېښور (شال نیوز) : د پېښور یوې محکمې د ملا دین په نوم افغان وګړي ته د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې د مرګ سزا او د یو لک روپیو جرمانې حکم کړی دی. د پېښور اېډیشنل سېشن جج رفیع الله د اکتوبر په ۲۸مه د مقدمې له اورېدنې وروسته دا پرېکړه اعلان کړې ده.

 

د مقدمې د معلوماتو له مخې، پر ملا دین تور و چې د ۲۰۲۲ کال د اګست په پنځمه یې د پېښور د حیات اباد په سیمه کې د اسلام د پیغمبر په اړه د سپکاوي خبرې کړې وې.

 

د پولیسو په وینا، د پېښې پر مهال د سیمې خلکو ملا دین نیولی او وروسته یې پولیسو ته سپارلی و. د هغه خلاف د حیات اباد په پولیس تاڼه کې د پاکستان د تعزیراتو د ۲۹۵-C دفعې لاندې مقدمه ثبت شوې وه.

 

د څارنوالۍ په وینا، د مقدمې د اورېدنې پر مهال یې د تورن خلاف د شاهدانو بیانونه او نور شواهد عدالت ته وړاندې کړي وو. عدالت د شاهدانو د بیانونو، وړاندې شوو شواهدو او د وکیلانو د دلیلونو له اورېدلو وروسته ملا دین مجرم بللی او د مرګ سزا یې ورته اورولې ده.

 

د عدالتي پرېکړې له مخې، پر نوموړي د یو لک روپیو جرمانه هم لګول شوې او د جرمانې د نه ورکولو په صورت کې به شپږ میاشتې اضافي بند تېروي. د پاکستان د تعزیراتو ۲۹۵-C دفعه د اسلام د پیغمبر د سپکاوي له تورونو سره تړاو لري او د دې دفعې له مخې مجرم ته د مرګ سزا اورول کېدای شي.

 

د پاکستان د فوجداري قانون له مخې، د سېشن عدالت له خوا اورول شوې د مرګ سزا د عملي کېدو لپاره د هایکورټ تایید ضروري دی. تورن د پرېکړې خلاف د اپیل حق هم لري. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د ملا دین وکیل د عدالتي پرېکړې خلاف اپیل کړی دی او که نه. د نوموړي د دفاع دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.

 

د ملا دین د عمر، د افغانستان د کومې سیمې د اوسېدونکي کېدو او په پاکستان کې د هغه د اوسېدو د قانوني حیثیت په اړه نور معلومات نه دي څرګند شوي. په کابل کې د طالبانو حکومت هم د اکتوبر تر ۲۹مې سهاره د پېښور د عدالت له خوا افغان وګړي ته د مرګ د سزا د اورولو په اړه کوم څرګند رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.