پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو او ایریا ډوېلپمنټ سېکرټرېټ مشیر محمود جان بابر په مشرۍ په قبایلي ضلعو کې د پولیسو د نظام، امنیتي حالاتو او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د اقداماتو په اړه غونډه شوې ده.
د اکتوبر پر ۲۸مه په پېښور کې شوې دې غونډې ته د پولیسو د عامه اړیکو مشر، ایس ایس پي عبدالسلام خالد، په قبایلي ضلعو کې د امن و امان، د پولیسو د موجوده نظام، د پولیسو د تاڼو او چوکیو د ستونزو او د امنیتي انتظاماتو په اړه معلومات ورکړل.
د سرکاري خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د پولیسو لپاره د ودانیو او نورو بنیادي سهولتونو برابرولو، د سیف سټي منصوبو د جوړولو او پراخولو، په مهمو ځایونو کې د امنیتي کېمرو لګولو او د پولیسو د کار د ښه کولو لپاره د نوې ټکنالوژۍ پر استعمال خبرې شوې دي.
په غونډه کې د ترهګرۍ د خطرونو د مخنیوي، د پولیسو د روزنې او وړتیاوو د زیاتولو او د امنیتي انتظاماتو د لا ښه کولو لپاره پر اړینو اقداماتو هم بحث شوی دی.
محمود جان بابر ویلي چې په قبایلي ضلعو کې د امن د ټینګښت او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ همکاري او د موجوده وسایلو ښه استعمال ضروري دی.
نوموړي ویلي چې د قبایلي ضلعو د پولیسو ستونزې، د بنیادي سهولتونو کمی او امنیتي اړتیاوې به په اړوندو حکومتي ادارو کې مطرح کوي او د حل لپاره به یې اقدامات کېږي.
په سرکاري خبرپاڼه کې د سیف سټي منصوبو د عملي کېدو، د نویو کېمرو د لګولو، د پولیسو د تاڼو او چوکیو د جوړولو لپاره د بجټ او د کار د پیل په اړه څه نه دي ویل شوي.


شال نیوز