کابل (شال نیوز) : افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د سترګو د قرنیې پیوند لګولو د عملیاتو درولو، هغه ناروغان اندېښمن کړي چې د لید بېرته ترلاسه کولو لپاره دې درملنې ته اړتیا لري.
د برتانیا ټیلیګراف ورځپاڼې د ډاکټرانو په حواله راپور ورکړی چې طالب چارواکو د قرنیې پیوند لګول د اسلامي لارښوونو خلاف بللي او روغتونونو ته یې د دغو عملیاتو د بندولو شفاهي سپارښتنه کړې ده.
د کابل د نور سترګو روغتون ډاکټر نور زمان هاشم وايي، د دې پرېکړې تر کېدو مخکې یې په روغتون کې د قرنیې پیوند ۹۰ عملیات ترسره شوي وو، خو اوس یې درولي دي.
د نوموړي په خبره، د روغتون په انتظار لېست کې ډېری ځوانان شامل دي چې د چاودنو، ټپونو او د ویلډینګ پر مهال د سترګو د زیانمنېدو له امله خپل لید له لاسه ورکړی دی.
ډاکټران وايي، په افغانستان کې د قرنیې پیوند ته اړتیا زیاته ده، خو د سترګو د متخصصانو او د پیوند لپاره د قرنیې کمښت د دې برخې درملنه له ستونزو سره مخ کړې ده.
د شمالي امریکا د پاکستاني الاصله ډاکټرانو ټولنې په روان کال کې د قرنیې د پیوند وړیا پروګرام افغانستان ته هم غځولی و. د دې پروګرام له لارې تر ۱۵۰ ډېر عملیات ترسره شوي وو او درې افغان ډاکټران په پېښور کې د دغو عملیاتو لپاره روزل شوي وو.
د یادې ټولنې د قرنیې پروګرام مشر ډاکټر فواد ظفر وايي، په پاکستان کې د ۲۰۱۷ کال راهیسې د دې پروګرام له لارې شاوخوا لس زره کسانو درملنه شوې، خو په افغانستان کې د طالبانو د پرېکړې له امله یې فعالیتونه له خنډ سره مخ شوي دي.
په راپور کې د کابل د اوسېدونکي سلام خان یادونه هم شوې چې په ۲۰۲۳ کال کې د ګاز ډبې په چاودنه کې یې د سترګو لید له لاسه ورکړی و. نوموړي تمه لرله چې د سپټمبر په میاشت کې به یې عملیات وشي، خو وروسته خبر شو چې پروګرام درول شوی دی.
د یادې خیریه ټولنې له طالبانو غوښتي چې د قرنیې پیوند عملیاتو ته اجازه ورکړي، څو هغه ناروغان له درملنې بېبرخې نه شي چې د سترګو لید یې د پېښو او چاودنو له امله زیانمن شوی دی.
بلخوا، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په هېواد کې د سترګو د پردې پر عملیاتو بندیز لګېدلی دی.
امرخیل نن شال نیوز ته وویل، د دغه ډول عملیاتو پر ترسره کولو هېڅ بندیز نشته او اړوند روغتونونه کولای شي خپلو ناروغانو ته د سترګو د پردې عملیات ترسره کړي.
بلخوا، د نور د سترګو روغتون مسوولینو هم ویلي چې دوی ته هېڅ داسې لارښوونه نه ده شوې چې د سترګو د پردې عملیات دې ودروي. دوی د دغه روغتون په نوم خپرې شوې هغه ادعاوې هم رد کړې چې د عملیاتو د بندېدو په اړه خپرې شوې دي.


شال نیوز