تیراه (شال نیوز) : د خېبر ضلعې د تیراه درې د برې باړې اوسېدونکي وايي چې د باړې پر سیند د پلونو نشتوالي د سیمې زرګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.
د سپاه سیمې د درې ونډۍ کلي استاد صدام خان ویلي چې یوه شپه یې خپله ناروغه ښځه پر اوږو تر سیند واړوله او روغتیايي مرکز ته یې ورسوله. د نوموړي په وینا، د شپې د تګ راتګ لپاره له امنیتي چارواکو اجازه اخستل هم ضروري وي.
هغه ویلي چې ځینې ماشومان سکول ته د تګ لپاره هره ورځ دوه ځله سیند اوړي. د بارانونو پر مهال د اوبو د زیاتېدو له امله ماشومان له درسونو پاتې کېږي.
د سپین درنډ اوسېدونکي حاجي میراس خان ویلي چې د سیند په شاوخوا ۵۰ کیلومتره اوږده برخه کي مناسب پلونه نشته. مقامي خلکو غوښتنه کړې چې د سوخ سیمې پخوانی اوسپنیز پل دې د سپاه سیمې ته ولېږدول شي.
د هغوی په وینا، له دې کار سره به د سپاه، زخه خېلو، کمرخېلو او قمبرخېلو شاوخوا څلور زره کورنیو ته اسانتیا برابره شي. په راپور کي د حکومت له خوا د نوي پل د جوړولو د بودیجې یا د کار د پیل نېټه نه ده اعلان شوې.


شال نیوز