اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان الېکشن کمېشن د خېبر پښتونخوا په ۱۲ ضلعو کي د بلدیاتي انتخاباتو د ځنډولو په اړه د صوبايي حکومت د درخواست له اورېدو وروسته خپله پرېکړه محفوظ کړې ده.
د چیف الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ بنچ ته د خېبر پښتونخوا د قانوني چارو سلاکار امیر جاوېد ویلي چې په صوبه کي د موجوده امنیتي وضعیت له امله په ځینو ضلعو کي انتخابات نه شي کېدای.
نوموړي ویلي چې د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې په صوبه کي بېړنی حالت نافذ دی او په ځینو سیمو کي پوځ هم ځای پر ځای شوی دی. خو چیف الېکشن کمشنر پوښتنه کړې چې بېړنی حالت ولې د انتخاباتو د ترسره کولو خنډ ګرځي.
د الېکشن کمېشن ځانګړي سیکرټري ظفر اقبال ویلي چې په ۲۳ ضلعو کي د انتخاباتي حلقو د ټاکلو کار بشپړ شوی او هلته انتخابات کېدای شي. د غونډې پر مهال د رایې ورکوونکو، انتخاباتي کارکوونکو او د پولینګ مرکزونو د امنیت په اړه هم خبرې شوې دي.
د خېبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو د لومړي پړاو موده په مارچ او د دویم پړاو موده په جون کي ختمه شوې وه. تمه ده چې الېکشن کمېشن به د اکتوبر پر ۲۸مه خپله پرېکړه اعلان کړي.


شال نیوز