پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د تازه خپاره شوي راپور له مخې، په صوبه کي د ډینګي ناروغۍ د ثبت شوو پېښو شمېر ۴۸۵۶ ته رسېدلی چې تر ټولو زیاتې یې په کوهاټ ضلع کي ثبت شوې دي.

 

د صحت محکمې د ناروغیو د څارنې ادارې د معلوماتو له مخې، د اکتوبر پر ۲۵مه د ډینګي ۵۱ نوې پېښې ثبت شوې وې، په داسي حال کي چې یوازې د اکتوبر په میاشت کي ۲۲۴۴ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

 

د راپور له مخې، په کوهاټ کي د ډینګي ۲۸۲۲ پېښې ثبت شوې دي. تر دې وروسته په پېښور کي ۶۱۱، خېبر کي ۴۳۰، بنو کي ۱۹۲، هري پور کي ۱۳۳، اېبټ اباد کي ۸۹، چارسده کي ۸۸ او مانسهره کي ۶۸ پېښې مخې ته راغلې دي.

 

د صحت محکمې د شمېرو له مخې، له ټولو ثبت شوو ناروغانو څخه ۴۶۵۶ کسان روغ شوي، ۱۹۹ لا په ناروغۍ اخته دي او یو تن مړ شوی دی. د صحت چارواکي وايي، د کوهاټ د افغان کډوالو د پخوانیو کېمپونو په ځینو سیمو کي ولاړې اوبه د ډینګي د ماشیو د زیاتېدو یو مهم سبب ګڼل کېږي.

 

چارواکو له خلکو غوښتي چې د خپلو کورونو، کوڅو، د اوبو ټانکیو او نورو لوښو پاکوالي ته پام وکړي او د اوبو د درېدو مخه ونیسي، ځکه د ډینګي ماشي په ولاړو اوبو کي زیاتېږي.

 

د صحت محکمې په وینا، د اکتوبر میاشت په خېبر پښتونخوا کي د ډینګي د خپرېدو له پلوه له خطرناکو میاشتو څخه ده، خو د هوا په سړېدو سره عموماً د دې ناروغۍ پېښې کمېږي.