کابل (شال نیوز) : د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خپل مشر د 'اهل السنة والجماعة عقیده' په نوم د کتاب د ارزښت په اړه غونډه کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي په دې غونډه کې د هبت‌الله دا کتاب د اسلامي عقیدې په زده‌کړه کې اغېزناک بللی او د دغه وزارت له کارکوونکو یې غوښتي چې دا کتاب په دقت سره ولولي.

 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د یاد کتاب پر علمي او اعتقادي ارزښت او د اسلامي عقیدې په تدریس او پیاوړتیا کې پر اهمیت یې بحث او خبرې شوې دي.

 

د هبت‌الله اخندزاده نوی کتاب چې د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې چاپ او په کابل او نورو ولایتونو کې یې رسمي مخکتنه شوې او دا کتاب په پښتو ژبه لیکل شوی او تمرکز یې په دیني عقایدو، د شریعت پیروۍ او د طالبانو له نظره د سمې عقیدې پر تشریح دی.

 

طالبان غواړي دا کتاب د ښوونکو، زده کوونکو او عامو خلکو لپاره د یوه دیني لارښود په توګه وکاروي. د طالبانو د ویاندویانو په وینا، دغه کتاب به ډېر ژر دري، ازبکي، ترکمني او نورو مروجو ژبو ته هم وژباړل شي.

 

د کابل او ولایتونو په مخکتنو کې د طالب چارواکو ځینو څرګندونو ډېر بحثونه راپارولي چې د بېلګې په توګه، په کابل کې د مخکتنې پر مهال د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وویل چې د دوی لومړیتوب دین دی نه اقتصاد، او د طالبانو یو بل دیني عالم په خپلو خبرو کې دا کتاب د قیامت په ورځ د جنت پاسپورټ او ویزه یاد کړی دی.