کابل (شال نیوز) : د افغانستان د طالبانو حکومت مالیې وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګنې د سرکاري ادارو د ملکي او پوځي ملازمینو تنخاګانې ځنډول شوې دي.

 

وزارت د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۶مه، ویلي چې د ملازمینو د تنخاګانو د بندېدو یا ځنډېدو په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي او تنخاګانې به د معمول مطابق په ټاکلي وخت ورکول کېږي.

 

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې ځینو رسنیو د سرکاري ادارو د سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د ملکي او پوځي ملازمینو تنخاګانې تر بلې خبرتیا پورې بندې شوې او د تنخاګانو د ورکړې حوالې د عقرب تر لسمې نېټې ځنډول شوې دي.

 

د مالیې وزارت دغه راپورونه رد کړي، خو تر اوسه په خپلواکه توګه دا نه ده تایید شوې چې د ټولو سرکاري ادارو ملازمینو ته تنخاګانې پر ټاکلي وخت رسېدلې دي.