کابل (شال نیوز) : ازبکستان له افغانستان سره د کرنې، مالدارۍ او د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ په برخو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

 

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې اړه د وزارت د مرستیال صدر اعظم عثماني او د ازبکستان د کرنې وزارت د مرستیال جمشید عبدالظهوروف ترمنځ په یوه انلاین غونډه کې خبرې شوې دي.

 

په غونډه کې ازبکستان ته د افغانستان د غوښې پر صادراتو، د پنبې د کرلو لپاره د ځمکو پر برابرولو او په فاریاب ولایت کې د مېوو د باغونو پر جوړولو خبرې شوې دي.

 

د وزارت په وینا، دواړو خواوو د بامیانو د کچالو د پېرلو، په بلخ ولایت کې د اصلاح شوو تخمونو د تولید او څېړنې د مرکز د جوړولو او د افغان کرنیزو متخصصانو د روزنې په اړه هم خبرې کړې دي.

 

صدر اعظم عثماني له ازبکستاني چارواکو غوښتي چې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي او د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته په خپل هېواد کې بازار ورکړي.

 

هغه دا غوښتنه هم کړې چې افغانستان ته واردېدونکې کیمیاوي سرې دې د هېواد د کرنیزو اړتیاوو او معیارونو له مخې وازمویل شي.

 

د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال جمشید عبدالظهوروف ویلي چې هېواد یې د افغان متخصصانو د روزنې، د پنبې او نورو کرنیزو محصولاتو د تولید او د مېوو د باغونو د جوړولو په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

 

د افغانستان د کرنې وزارت نه دي ویلي چې د دغو همکاریو لپاره کوم رسمي تړون لاسلیک شوی او که نه. د پروژو د لګښتونو او د عملي کار د پیل په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

افغانستان د کرنې او مالدارۍ لپاره پراخې ځمکې او سرچینې لري، خو بزګران یې د اوبو د کمښت، د کرنیزو وسایلو د نشتوالي او بهرنیو بازارونو ته د خپلو محصولاتو د رسولو له ستونزو سره مخ دي.

 

له ازبکستان سره د دغو همکاریو عملي کېدل کولی شي د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نویو بازارونو په موندلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراخېدو کې مرسته وکړي.