کابل (شال نیوز) : افغان چټک توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي د ډي پي ورلډ نړیوال آی اېل ټي ۲۰ لیګ په تاریخ کې تر ټولو ګران لوبغاړی شو. د لیګ د پنځم پړاو لپاره د لوبغاړو په بولۍ کې د می اېمارات لوبډلې نوموړی په ۳ لکه او ۸۰ زره امریکايي ډالرو واخیست.
د دوبۍ په ښار کې د اکتوبر په میاشت کې شوې بولۍ کې څلورو لوبغاړو د تېر ریکارډ په پرتله په لوړه بیه قراردادونه ترلاسه کړل. تر دې مخکې د ویسټ انډیز لوبغاړي اندرې فلېچر په څلورم پړاو کې په ۲ لکه او ۶۰ زره ډالرو اخیستل شوی وو.
د انګلستان الراونډر لیام لېوېنګسټون په ۳ لکه او ۵۰ زره ډالرو د ګلف جاینټس لوبډلې واخیست. د افغانستان ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی رحمان الله ګربز هم د همدې لوبډلې برخه شو. ګلف جاینټس د خپل ځانګړي حق یا «رایټ ټو مېچ» له لارې نوموړی په ۳ لکه او ۱۰ زره ډالرو وساته.
د سویلي افریقا پخوانی لوبډلمشر فاف ډوپلېسي بیا په ۳ لکه ډالرو د دوبۍ کېپېټلز لوبډلې واخیست. د فاروقي په دومره لوړه بیه اخیستل کېدو د افغان لوبغاړو پر نړیوال ارزښت او په شل اوریز کرکټ کې د هغوی پر غوښتنې رڼا اچولې ده.
د آی اېل ټي ۲۰ لیګ پنځم پړاو به د ۲۰۲۶ کال د نومبر له ۲۱مې د ډسمبر تر ۲۰مې پورې ترسره شي. د تېرو اتلانو ډېزرټ وایپرز لوبډلې د پاکستان څلور نومیالي لوبغاړي بابر اعظم، نسیم شاه، فخر زمان او شاداب خان په خپلو لوبغاړو کې شامل کړل.
دغو څلورو لوبغاړو هر یوه ته د ۸۰ زره امریکايي ډالرو په بنسټیزه بیه قرارداد ورکړل شو. بابر اعظم به په پنځم پړاو کې د لومړي ځل لپاره په آی اېل ټي ۲۰ لیګ کې ولوبېږي، خو نسیم شاه او فخر زمان به له دې وړاندې د همدې لوبډلې لپاره د لوبېدو تجربه بیا تکرار کړي.
په بولۍ کې د متحده عربي اماراتو لوبغاړي محمد وسیم هم د خپل هېواد په لوبغاړو کې د تر ټولو ګران لوبغاړي ریکارډ جوړ کړ. می اېمارات نوموړی د خپل ځانګړي حق له لارې په ۲ لکه او ۱۰ زره ډالرو په لوبډله کې وساته.
علیشان شرافو په یو لک او ۱۰ زره ډالرو د ابوظبي نایټ رایډرز لوبډلې واخیست، په داسې حال کې چې محمد روهید او ایان خان هر یو په ۹۵ زره ډالرو قراردادونه ترلاسه کړل. د فاروقي او ګربز ترڅنګ، د افغانستان یو شمېر نور لوبغاړي هم د آی اېل ټي ۲۰ لیګ په بېلابېلو لوبډلو کې شامل شوي دي.
د افغانستان پخوانی لوبډلمشر محمد نبي په یو لک او ۴۰ زره ډالرو له شارجه وایررز سره یو ځای شو، په داسې حال کې چې ګلبدین نایب په ۷۵ زره ډالرو د ابوظبي نایټ رایډرز لوبډلې واخیست. د دوبۍ کېپېټلز لوبډلې صدیق الله اتل په ۷۰ زره او کریم جنت په ۴۰ زره ډالرو واخیستل.
ګلف جاینټس د افغانستان پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ په ۶۵ زره ډالرو خپل کړ، په داسې حال کې چې می اېمارات الله غضنفر د خپل ځانګړي حق له لارې په یو لک او ۵۰ زره ډالرو له ځان سره وساته. عرب ګل هم په ۸۰ زره ډالرو د ابوظبي نایټ رایډرز لوبډلې واخیست.
د لوبغاړو په بولۍ کې می اېمارات تر ټولو ډېرې پیسې ولګولې او د دوی ټول لګښت ۲ میلیونه ډالرو ته ورسېد. ګلف جاینټس په یو میلیون او ۹ لکه او ۷۲ زره ډالرو دویم ځای خپل کړ، په داسې حال کې چې دوبۍ کېپېټلز یو میلیون او ۸ لکه او ۳۴ زره ډالره ولګول.
شارجه وایررز د لوبغاړو پر اخیستلو یو میلیون او ۷ لکه او ۲۰ زره ډالره مصرف کړل. ابوظبي نایټ رایډرز یو میلیون او ۵ لکه او ۴۹ زره ډالره او ډېزرټ وایپرز یو میلیون او ۵ لکه او ۴۴ زره ډالره ولګول.
په بولۍ کې د کرکټ یو شمېر پخواني نومیالي لوبغاړي هم ګډونوال وو، چې په کې د پنځم پړاو سفیر برېټ لي، اې بي ډیویلیرز، اېلن ډونلډ، شعیب ملک او عثمان خواجه شامل وو. د آی اېل ټي ۲۰ لیګ پنځم پړاو به د نومبر له ۲۱مې د ډسمبر تر ۲۰مې ترسره شي او شپږې لوبډلې به د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي.
د افغان کرکټ مینه والو لپاره په دې لیګ کې د فضل الحق فاروقي، رحمان الله ګربز، محمد نبي او نورو افغان لوبغاړو ګډون د سیالیو لا زیات ارزښت لري.


شال نیوز