پېښور (شال نیوز) : د اطلاعاتو مشاور محمود جان بابر ویلي چې د خبریالانو د ستونزو د حل او د پریس کلبونو د مرستو لپاره پکار ده چې ټول اختلافات یوې خوا ته کېښودل شي او په ګډه کار وشي. نوموړي دا خبرې په پېښور کي د ټرائبل یونین آف جرنلسټس له یوه پلاوي سره د ملاقات پر مهال کړې دي.
د ټرائبل یونین آف جرنلسټس د صدر حسبان الله په مشرۍ دغه پلاوي د قبایلي ضلعو د خبریالانو ستونزې، پریس کلبونو ته د سرکاري ګرانټونو ورکول او د خبریالانو لپاره د مرستو او نورو سهولتونو په اړه له محمود جان بابر سره خبرې وکړې.
په پلاوي کي د تنظیم جنرل سېکرټري محمد جمیل، فنانس سېکرټري دلدار حسین، پریس سېکرټري انورزاده ګلیار، د ایګزېکټیو کونسل غړي او سینئر خبریالان قاضي فضل الله، حاجي پذیر ګل، زاهد وزیر او نور شامل وو.
محمود جان بابر وویل چې د خبریالانو د حقونو د خوندي کولو، د هغوی د ستونزو د حل او د پریس کلبونو د اړتیاوو پوره کولو لپاره ګډ کار ضروري دی. هغه وویل چې د پریس کلبونو د ګرانټونو او خبریالانو ته د نورو سهولتونو د برابرولو مسئلو ته به پاملرنه کوي.
د ټرائبل یونین آف جرنلسټس پلاوي وویل چې د قبایلي ضلعو خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د خپلو مسلکي ذمه واریو د ترسره کولو لپاره مناسبو سهولتونو او مرستو ته اړتیا لري.
د پلاوي غړو وویل چې د آزادې صحافت د ودې لپاره ضروري ده چې خبریالانو ته د کار مناسبې اسانتیاوې برابرې شي او د پریس کلبونو مالي ستونزې هوارې کړل شي.
دوی زیاته کړه چې تنظیم به د خبریالانو د حقونو، د هغوی د ښېګڼې او د پریس کلبونو د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې جاري ساتي. پلاوي هیله څرګنده کړه چې له اړوندو چارواکو سره د رابطو او ګډ کار له لارې به د قبایلي ضلعو د خبریالانو ستونزو ته عملي حل پیدا شي.
په ملاقات کي د پریس کلبونو د ګرانټونو د ورکړې لپاره کومه مشخصه اندازه یا نېټه نه ده اعلان شوې.


شال نیوز