کندهار (شال نیوز) : د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د میوندۍ ملالۍ د مقبرې د بیارغونې لپاره لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره کړې ده؛ هغه تاریخي څلی چې د افغانانو په تاریخي حافظه کې د مېړانې، سرښندنې او خپلواکۍ غوښتنې له سمبولونو څخه ګڼل کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال وزیر، شیخ عبدالرحمان طیبي، د تخنیکي انجنیرانو په ملتیا د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د ملالۍ میوندۍ له مقبرې لیدنه کړې او د هغې د بیارغونې په موخه یې لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره کړې ده.
وزارت ویلي، د ملالۍ میوندۍ مقبره د افغانستان د تاریخي ویاړونو، مبارزو او د خپلواکۍ د ساتنې لپاره د سرښندنې څرګند سمبول دی او د همدې تاریخي او فرهنګي ارزښتونو د خوندي کولو په موخه یې د بیارغونې چارې په پام کې نیولې دي.
د سرچینې په وینا، د تخنیکي سروې پر مهال د مقبرې د ساتنې او خوندیتوب اړتیاوې ارزول شوې او د دې تاریخي ځای د ارزښتونو په پام کې نیولو سره د اساسي ترمیم لپاره مناسبې لارې چارې څېړل شوې دي.
د ملالۍ میوندۍ مقبره د افغانستان له تاریخي او فرهنګي میراثونو څخه ده. د دې مقبرې بیارغونه کولای شي د هېواد د تاریخي اثارو په ساتنه او راتلونکو نسلونو ته د تاریخي حافظې په لېږد کې مهم رول ولوبوي.


شال نیوز