واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶م کال د اکټوبر په اتمه په یوه راپور کې اعلان کړی چې په ترکیه کې د «نورزاد پتروکیمیا» شرکت اجرائیوي مشر، سید احمد نورزاد یې د ایران د پتروشیمي محصولاتو په سوداګرۍ کې د دغه شرکت د ښکېلتیا له امله تحریم کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په ترکیه کې مېشت «نورزاد پتروکیمیا» شرکت د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې د شاوخوا درې میلیونه او ۸۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ایران پتروشیمي محصولات پېرلي او وارد کړي دي.
په راپور کې راغلي چې سید احمد نورزاد د ترکیې تابعیت لري او د یاد شرکت اجرائیوي مشر دی. نوموړی د خپل مدیریتي موقف له امله د نورزاد پتروکیمیا شرکت ترڅنګ د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام د ایران د حکومت د عایداتي سرچینو د محدودولو لپاره د واشنګټن د هڅو یوه برخه بللې او ویلي یې دي چې د ایران د پتروشیمي محصولاتو د پېر او پلور سوداګریزې شبکې دغه هېواد ته میلیونونه ډالره عواید برابروي.
د دغو بندیزونو په لړ کې شپږ شرکتونه، چې د ایران د پتروشیمي محصولاتو په سوداګرۍ کې ښکېل وو، او د دغو شرکتونو درې لوړپوړي مدیران تحریم شوي دي. د واشنګټن د اعلان له مخې، نورزاد پتروکیمیا شرکت د ۱۳۸۴۶ شمېرې اجرائیوي فرمان د درېیمې برخې پر بنسټ تحریم شوی دی.
پر دغه شرکت تور دی چې په پوهه او قصدي ډول یې د ایران د پتروشیمي محصولاتو د پېر، پلور، لېږد او بازارموندنې په مهمو سوداګریزو معاملو کې برخه اخیستې ده. سید احمد نورزاد هم د همدې اجرائیوي فرمان د پنځمې برخې له مخې، د یوه تحریم شوي شرکت د لوړپوړي مدیر په توګه، د امریکا له مالي محدودیتونو سره مخ شوی دی.
دغه بندیزونه معمولاً د امریکا د قضایي صلاحیت تر چتر لاندې د تحریم شویو کسانو او شرکتونو د شتمنیو او مالي ګټو کنګل کېدل او له هغوی سره د امریکایي وګړو او شرکتونو د سوداګریزو معاملو منع کېدل رانغاړي، مګر په هغو مواردو کې چې ځانګړې اجازه ورکړل شوې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې ټینګار کړی چې د ایران د پتروشیمي محصولاتو پر پېرودونکو او پلورونکو د بندیزونو لګولو موخه د دغه هېواد د سوداګریزو شبکو او عایداتي بهیرونو محدودول دي.
تر دې دمه سید احمد نورزاد او یا هم د نورزاد پتروکیمیا شرکت د واشنګټن د دغو تازه بندیزونو په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.


شال نیوز