کابل (شال نیوز) : په افغانستان کي د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یوه نوي حکم له مخي د کاروباري لائسنس اخیستو لپاره د پنځه لکه افغانیو د ضمانت په ګډون اته شرطونه ختم کړي دي.
د طالبانو د حکومت په وینا، د دې پرېکړې مقصد کاروباریانو ته اسانتیاوې برابرول، د کاروبار پیلولو خرڅونه کمول او په هېواد کي پانګونې ته وده ورکول دي.
تر دې وړاندي به د کاروباري لائسنس اخیستو لپاره پنځه لکه افغانۍ د ضمانت په توګه جمع کولې شوې، خو د نوي حکم له مخي به اوس د دې پیسو جمع کول ضروري نه وي. حکومت ویلي چي کومو کسانو مخکي دا پیسې جمع کړې دي، هغوی ته به هم بېرته ورکول کېږي.
د حکم له مخي، په صنعتي سیمو کي د ځمکې ترلاسه کولو لپاره د صنعت او تجارت وزارت ته د بینک سټېټمنټ وړاندې کولو شرط هم ختم شوی دی.
دغه راز د لائسنس فیس، د کاروبار پلان، ځینو تعلیمي او مسلکي اسنادو، د افغان ډاک کارډ او له اړوندو دفترونو سره د معاهدې وړاندې کولو شرطونه هم ختم کړل شوي دي.
د طالبانو حکومت ویلي چي له دې وروسته به د هر ډول کاروبار لپاره د لائسنس ورکولو واک یوې ټاکلې ادارې ته سپارل کېږي او نورې اړوندې ادارې به ضروري معلومات له هماغې ادارې سره شریکوي.
د دې پرېکړې له مخي به کاروباریان د لائسنس اخیستو لپاره بېلابېلو سرکاري دفترونو ته د تګ راتګ او بیا بیا د اسنادو جمع کولو ته اړتیا نه لري. د پنځه لکه افغانیو د ضمانت شرط ختمېدل په ځانګړي ډول هغو کسانو ته اسانتیا برابرولی شي چي غواړي په لږو پیسو نوی کاروبار پیل کړي.
خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چي دغه حکم به له کومې نېټې عملي کېږي او مخکي جمع شوې ضمانتي پیسې به کاروباریانو ته کله بېرته ورکول کېږي.
په افغانستان کي کاروباریان له تېرو څو کلونو راهیسي د بینکي محدودیتونو، د پیسو د لېږد ستونزو او د تجارتي لارو د بندېدو له امله له ستونزو سره مخ دي.
دا به د نوي حکم له عملي کېدو وروسته څرګنده شي چي د کاروباري لائسنس اخیستو په لړۍ کي څومره اسانتیا راځي او په هېواد کي به پر پانګونه څه اغېز ولري.


شال نیوز