خوست (شال نیوز) : د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له امنیتي چارواکو غوښتي چې له خلکو سره نرم چلند وکړي او خپلې چارې د ښه اخلاقو او ورورولۍ په بنیاد پرمخ بوځي. حقاني دا خبرې په خوست کي د امنیه قوماندانۍ د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کي کړې دي.
هغه ویلي چې امنیت د طالبانو د حکومت یو مهم بنیاد دی او امنیتي چارواکي باید د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د فرمانونو د عملي کولو ترڅنګ د خلکو خدمت ته پام وکړي.
نوموړي ویلي: «امنیتي مسوولان دې له ولس سره نرم چلند، ورورولي او ښه اخلاق خپل کړي.»
حقاني د امن ساتل د طالبانو او ولس ګډه ذمه واري بللې او له دیني عالمانو او قومي مشرانو یې غوښتي چې د خلکو او امنیتي چارواکو ترمنځ د همکارۍ په زیاتولو او د خپلمنځي ستونزو په هوارولو کي مرسته وکړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کي کړې چې د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کي د پخوانیو امنیتي اهلکارو، مدني فعالانو او د طالبانو د منتقدینو د نیولو او ځورولو په اړه وخت په وخت اندېښنې څرګندې کړې دي.
که څه هم طالبانو په ۲۰۲۱ کال کي واک ته له رسېدو وروسته عمومي بخښنه اعلان کړې وه، خو د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو له مخې، د پخواني حکومت یو شمېر کارکوونکي او امنیتي اهلکار له نیولو او ځورولو سره مخ شوي دي.
طالبانو په افغانستان کي پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار په ګډون ګڼ بندیزونه هم لګولي دي چې د افغانانو پر ورځني ژوند یې اغېز کړی دی. طالب چارواکي وايي، د دوی پرېکړې د اسلامي شریعت مطابق دي، خو د بشري حقونو نړیوال سازمانونه د دغو بندیزونو د ختمولو غوښتنه کوي.


شال نیوز