کندوز (شال نیوز) : د افغانستان په کندوز ولایت کې د ۲۲ میلیونه ډالرو په لګښت د سرو زرو د راویستلو د یوې پروژې چارې پیل شوې دي. دا پروژه د کندوز د قلعه زال ولسوالۍ په سرخ بېتل او تخت قباد سیمو کې عملي کېږي.
د کندوز مرستیال والي مولوي حبیب الرحمن صهیب د پروژې د پیل پر مهال ویلي چې د طبیعي زېرمو راویستل باید په ذمه وارۍ ترسره شي او ګټه یې مقامي خلکو ته ورسېږي.
نوموړي ویلي، تمه ده چې له دې پروژې سره به سلګونو کسانو ته د کار موقعې برابرې شي او د سیمې اقتصادي حالت به ورسره ښه شي.
د قراردادي کمپنۍ استازي عبدالخلیل نظري ویلي چې په دې پروژه کې به ۲۲ میلیونه ډالر ولګول شي. د هغه په وینا، د سرو زرو د راویستلو سیمه شپږ کیلومتره اوږدوالی لري او قرارداد یې د پنځو کلونو لپاره شوی دی.
نظري زیاته کړې چې کمپنۍ د سیمې د پرمختیايي کارونو لپاره پنځه لکه ډالر ځانګړي کړي دي. په دې پیسو به سړکونه جوړېږي او د خلکو د ضرورت نورې پروژې به ترسره کېږي. هغه ویلي چې کمپنۍ به د قرارداد ټول شرطونه پوره کوي او سلګونو مقامي اوسېدونکو ته به د کار موقعې ورکوي.
د سیمې یوه اوسېدونکي امیر محمد ایماق هیله څرګنده کړې چې د سرو زرو د راویستلو له دې پروژې سره به ځوانانو ته روزګار پیدا شي او د سړکونو او نورو ولسي اسانتیاوو په برخه کې به هم کار وشي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې په دې سیمه کې د سرو زرو ټولې زېرمې څومره دي او په پنځو کلونو کې به ترې څومره سره زر راویستل کېږي.


شال نیوز