بدخشان (شال نیوز) : په بدخشان ولایت کې د طالبانو والي، رحمت‌الله نجیب د اوزبیکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم منع کړي او تنظیموونکو ته یې د دغو مراسمو د ترسره کولو اجازه نه ده ورکړې.

 

ټاکل شوې وه چې په بدخشان کې د اوزبیکي ژبې د ملي ورځې په مناسبت ځانګړي مراسم جوړ شي، خو د طالبانو والي د مراسمو له پیلېدو لږ مخکې د هغو د ترسره کېدو مخه نیولې ده.

 

رحمت‌الله نجیب د مراسمو تنظیموونکي ګواښلي او هغوی ته یې خبرداری ورکړی چې د اوزبیکي ژبې د ملي ورځې له نمانځلو ډډه وکړي.

 

طالب والي د دغو مراسمو د مخنیوي لپاره کوم مشخص دلیل نه دی وړاندې کړی او نه یې هم څرګنده کړې چې ولې د یوې ژبې د ملي ورځې د نمانځنې اجازه نه ورکول کېږي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د اوزبیکي ژبې ملي ورځ هر کال نمانځل کېږي او د دې ورځې موخه د اوزبیکي ژبې، ادبیاتو، فرهنګ او تاریخي ارزښتونو ساتنه او وده ده.

 

اوزبیکي د افغانستان له رسمي ژبو څخه یوه ده چې د هېواد په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې ګڼ شمېر ویونکي لري. تر اوسه د طالبانو د بدخشان ولایت سیمه‌ییزو چارواکو د دغو مراسمو د مخنیوي په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.