کابل (شال نیوز) : د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رسنیو غوښتي چې د دوی د حکومت پرضد د هغو تبلیغاتو مقابله وکړي چې طالبان یې بې‌بنسټه بولي.

 

د دغه وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهي د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۴مه، په کابل کي د خبریالانو د یوې روزنیزې غونډې د پرانیستې پر مهال ویلي چې رسنۍ د حکومتولۍ په چارو کي مهم رول لري او باید په اغېزمنه توګه ترې کار واخیستل شي.

 

نوموړي له رسنیو غوښتي چې د طالبانو د حکومت پرضد د مخالفینو د تبلیغاتو مقابله وکړي، خو دا یې نه دي ویلي چې کوم خبرونه یا څرګندونې بې‌بنسټه تبلیغات ګڼي.

 

فراهي د خبریالانو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر زیاتولو هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د معلوماتو په خپرولو کي ګډ کار مهم دی.

 

د طالبانو دغه غوښتنه په داسې وخت کي شوې چې په افغانستان کي خبریالان او رسنۍ د خپلو فعالیتونو په برخه کي له ګڼو بندیزونو سره مخ دي.

 

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په خپل وروستي میاشتني راپور کي ویلي چې په وروستیو میاشتو کي پر خبریالانو فشارونه زیات شوي دي.

 

د دغه سازمان په وینا، خبریالان د رسنیو په اړه د ناڅرګندو قوانینو، د چارواکو د واک د ناسم استعمال، ذهني فشارونو او د عکسونو او ویډیوګانو پر خپرولو د بندیزونو له ستونزو سره مخ دي.

 

د رسنیو یو شمېر فعالان وايي، له خبریالانو د یوه حکومت په ملاتړ د تبلیغاتو د مقابلې غوښتنه د رسنیو له خپلواکۍ او د خبریالۍ له بې‌طرفۍ سره په ټکر کي ده.

 

د دوی په وینا، د رسنیو کار د حکومتونو ملاتړ یا مخالفت نه، بلکې خلکو ته د کره او بې‌طرفه معلوماتو رسول دي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کي د افغانستان واک ترلاسه کړ.

 

له هغه وخت راهیسې په هېواد کي د رسنیو پر فعالیتونو ګڼ بندیزونه لګېدلي او یو شمېر خبریالان له هېواده وتلي دي. د طالبانو چارواکي بیا وايي چې رسنۍ باید د دوی د قوانینو او اسلامي اصولو په چوکاټ کي فعالیت وکړي.