کابل (شال نیوز) : په افغانستان کي د طالبانو حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په بېلابېلو مهمو عهدو نهه ټاکنې او تبدیلۍ اعلان کړې دي. د دغه وزارت ویاند مفتي تسلیم الله حقاني ویلي چې دا بدلونونه د وزارت په وړاندیز او د طالبانو د رئیس الوزراء په حکم شوي دي.

 

د نویو بدلونونو له مخې، د وزارت د دفتر پخوانی رئیس مولوي نیاز محمد تقي د مالي او اداري لوی ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی، او د دغه ریاست پخوانی رئیس مولوي محمد انور تائب د وزارت د دفتر د رئیس په توګه بدل شوی دی.

 

د ښوونې او روزنې پخوانی رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني د کارکوونکو چارو رئیس ټاکل شوی، او د کارکوونکو چارو پخوانی رئیس مولوي کریم شاه تیلوي ته د مالي او اداري چارو د ریاست ذمه واري سپارل شوې ده.

 

همداراز د مالي او اداري چارو پخوانی رئیس مولوي نیک محمد منیب د ښوونې او روزنې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی. د سرحدي چارو په برخه کي هم بدلونونه شوي دي. له ولایتونو سره د اړیکو پخوانی آمر مولوي عبدالنصیر منصور د سرحدونو د تنظیم او د سرحدي سرغړونو د معلومولو د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

 

د دغه ریاست پخوانی رئیس مولوي حضرت محمد وحدت د وزارت د سرحدي چارو سلاکار ټاکل شوی دی. د وزارت د قانوني چارو پخوانی سلاکار کجیر خان د فرهنګي او ټولنیزو چارو سلاکار ټاکل شوی، او ډاکټر نعیم ګل صدیقي ته د قانوني چارو د سلاکار ذمه واري سپارل شوې ده.

 

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تر اوسه نه دي ویلي چې دا بدلونونه د څه ضرورت له مخې شوي او نويو ټاکل شوو چارواکو به کله خپلې ذمه وارۍ پیلوي. دا وزارت د افغانستان د سرحدي چارو، قبایلي اړیکو او له ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي سیمو اړوند چارو کي کار کوي.