استانبول (شال نیوز) : د افغانستان د جنبش ګوند لوړپوړي غړي بشیر احمد ته‌ینج ویلي چې د دغه ګوند مشر، عبدالرشید دوستم د ترکیې په استانبول ښار کې د ګوند د سیاسي کمېټې له یو شمېر غړو او د پخواني حکومت له چارواکو سره کتلي او دوستم په کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې اوسنی نازک وضعیت دوامداره نه دی او په دغه هېواد کې د جدي او بنسټیزو بدلونونو احتمال شته.

 

دوستم ویلي، نړیواله ټولنه هم په دې باور ده چې د پیاوړو او مهمو سیاسي جریانونو له ګډون پرته په افغانستان کې بنسټیز بدلونونه ناشوني دي. ته‌ینج ویلي چې دوستم د افغانستان له اوسني ټولنیز او سیاسي وضعیت او د خلکو له اساسي ستونزو خبر دی او هڅه کوي چې د هېواد او خلکو په وضعیت کې د بدلون او ښه والي لپاره له ټولو شته امکاناتو کار واخلي.

 

د طالبانو یو شمېر مخالفو ډلو له پیله او ځینو نورو وروسته د ډیپلوماسۍ ترڅنګ وسله‌واله مبارزه غوره کړې، خو ځینو نورو بیا تر اوسه هڅه کړې چې د سوله‌ییزو لارو چارو له لارې طالبان خبرو اترو او جوړجاړي ته وهڅوي. عبدالرشید دوستم له هغو سیاسي مشرانو څخه دی چې لا هم د خبرو اترو له لارې د افغانستان د روان کړکېچ حل ته هیله‌مند دی. نوموړي تر دې وړاندې هم له طالبانو سره د مذاکراتو غوښتنه کړې وه.

 

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مخالفو سیاسي څېرو او ډلو په تېرو څو کلونو کې په وار وار په افغانستان کې د پراخو سیاسي بدلونونو د رامنځته کېدو خبرې کړې دي، خو تر اوسه په دغه هېواد کې د پام وړ بدلون نه دی لیدل شوی.